د ملګرو ملتونو فورم/تلپاتې پرمختیا
ایډي: 8385031
نېټه: د جولای 8، 2024
ځای: متحده ایالات
موده: یوه دقیقه او څلور ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: ویډیويي صحنې وګورئ
خپور شوی: 2024-07-10 13:48
وروستی سمون: 2024-07-10 13:50
ویډیويي صحنې
د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، نیویارک ښار – نېټه نامعلومه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر
۲ـ د ملګرو ملتونو بیرغ
نیویارک ښار د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر – د جولای 8، 2024 (UNTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۳ـ د فورم ځای، ګڼ شمېر ګډونوال
۴ـ د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزې شورا (ECOSOC) مشره پاولا نارویز وینا کوي
۵ـ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله آمنه محمد د وینا پر مهال
نیویارک ښار د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر – نېټه نامعلومه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۶ـ د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر
۷ـ د ملګرو ملتونو لوګو
بشپړ خبر
د ملګرو ملتونو د تلپاتې پرمختیا موخو په اړه د ۲۰۲۴ کال ایچ ایل پي اف یا (HLPF)لوړې کچې سیاسي فورم د دوشنبې په ورځ په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې پرانیستل شو. په یاد فورم کې لوړ پوړو چارواکو تر ۲۰۳۰م کال پورې د تلپاتې پرمختیا موخو یا (SDGs) ترلاسه کولو لپاره د سمدستي او نوښت حل لپاره د فوري ژمنو غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنیزې شورا مشرې پاولا نارویز د یاد فورم د پرانیستې په مراسمو کې د وینا پر مهال ویلي، چې دا فورم د کلیدي پالیسیو او لومړیتوبونو پېژندلو لپاره د فرصت په توګه کار کوي چې تمه کېږي د هېوادونو لخوا د حل لپاره ډله ییزو هڅو ته غوره بڼه ورکړي. او دغه راز اوږدمهاله نړیوالې ننګونې، او یوه تلپاتې لاره پرمخ بوځي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې هېڅ هېواد وروسته پاتې نه وي.
هغې دغه راز ویلي، زه باوري یم چې موږ په ګډه کولی شو تر ۲۰۳۰ کال پورې یادو موخو د ترلاسه کولو لپاره اغېزناک، انعطاف وړ او نوښتګر حل تضمین کړو.
بل خوا د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمنه محمد غونډې ته په وینا کې څرګنده کړه چې اوس مهال د یادو موخو له پنځمې برخې څخه هم د پلان له مخې پرمختګ کوي.
هغې د نړۍ د هېوادونو څخه د ژمنو او حللارو غوښتنه وکړه څو د وضعیت بدلولو لپاره د ۴۷ هېوادونو څخه په راتلونکو ورځو کې په دې اړه د دوی تازه پرمختګونه واوري.
نوموړې یادونه وکړه چې دا فورم به د سپتمبر په میاشت کې د راتلونکي سرمشریزې لپاره د دې پرمختګ د رامنځته کولو څرنګوالي په اړه بحث کولو لپاره خورا مهم وي. هغې په ګډه د فرصتونو او ننګونو په نیولو کې د نړیوالې همکارۍ او بشري پیوستون پر اهمیت ټینګار وکړ.
د ویلو وړ ده چې د سږ کال دغه فورم، چې د ملګرو ملتونو اقتصادي او ټولنیزه شورا تر څارنې لاندې رابلل شوې، موضوع یې (د ۲۰۳۰ کال اجنډا پیاوړي کول) (او د ډېری ناورینونو په وخت کې د بېوزلۍ له منځه وړل) د تلپاتې پرمختیا انعطاف وړ او نوښتګرې او اغېزناکې حللارې وړاندې کول یاد شوي دي.
دا غونډه چې د جولای له ۸ نېټې څخه تر ۱۷ نېټې پورې دوام کوي، موخه یې ارزونه ده، او هم د بېوزلۍ ختمول، د صفر لوږې تضمین کول، د اقلیم په اړه اقدامات کول، د سوله ییزو او ټولشموله ټولنو وده، او د پلي کولو ستراتیژیو ښه کول پکې شامل دي.