پنجشنبه, مارچ 19, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د چین مېډیا ګروپ د ایکولوژیکي سروې مستند فلم خپور کړ

STR NEWS by STR NEWS
جولای 10, 2024
6 0
0
د چین مېډیا ګروپ د ایکولوژیکي سروې مستند فلم خپور کړ
10
SHARES
37
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8384970.webm

ای‌ډي: 8384970

ځای: چین

موده: پينځه دقیقې او نهه دېرش ثانيې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-07-08 19:05

وروستی سمون: 2024-07-08 22:18

ویډيويي صحنې

بشپړ خبر

د دوشنبې په ورځ (د چین مېډیا ګروپ) د جنوبي چین سمندر غږ د رین ژیاو د ایکولوژیکي سروې په اړه خپل لومړی مستند فلم خپور کړ چې سرلیک یې (رین ژیاو) د نانشا ټاپوګانو اوښکو څپې نومېږي.

د ویلو وړ ده چې د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کې، د چینایي ساینس پوهانو یوې ډلې د چین په نانشا ټاپوګانو کې د رین ژیاو (رینای ریف)سیمې په اړه دوه میاشتنۍ سمندري ایکولوژیکي سروې ترسره کړه. د دوی د موندنو پر بنسټ، د چين د طبيعي سرچينو د وزارت په چوکاټ کې د جنوبي چين سمندر د ايکولوژيکي مرکز د پرمختګ څېړنيز انستيتوت د دوشنبې په ورځ د یادې سروې راپور خپور کړ دغه راپور ښیي چې په غیرقانوني توګه پلې پوځي کښتۍ او اړونده انساني فعالیتونو د رین ژیاو ټاپو په سیمه کې د مرجان ریف ایکوسیستم ته دوامداره او راټول شوي زیانونه اړولي دي.

رین ژیاو مستند فلم د ساینس پوهانو او ټیم غړو سره مرکې ښودلې چې د ریموټ سینسنګ ټېکنالوژۍ په کارولو سره په ساحه کې تحقیقات ترسره کړي. دغه راز د ساینس پوهانو  یوې ډلې د ځانګړو انځورونو او    3Dمتحرکاتو په ښودولو سره د رین ژیاو مرجان ریف ایکوسیستم ته سخت زیان په ګوته کوي چې د ځمکې لاندې د فیلیپین جنګي کښتۍ له امله رامنځته شوي دي.

 یاد مستند فلم هم هغه لومړني فکتورونه تحلیل کړي چې په رین ژیاو کې د مرجان ریف ایکوسیستم په تخریب کې مرسته کوي.

مستند فلم ښیي چې په ریف سیمه کې د کوچنيو سمندري حیواناتو ډېری ډولونه ژوند کوي ریف سره نږدې په اوبو کې ډېری فلزات، تېل او فعال فاسفیت شته.

دا د رين جيا ښار دی چې له شمال څخه جنوب ته څه د پاسه ١٧ کيلومتره اوږدوالی او له ختيځ څخه تر لوېديځ پورې ٥،٥ کيلومتره پراخوالی لري. دا د چین د نانشا کونداو برخه ده او په سیمه ییزه توګه د کبانو لخوا د “دوانجي” په نوم پېژندل کېږي.

په ۱۹۹۹کال کې د فیلیپین هېواد د غیر قانونه ادعا له امله د فیلیپین یوه جنګي بېړۍ دلته غورځول شوې وه. چې د بېړۍ د ځمکې لاندې کېدو له کبله د رېن ژیاو ټاپو ايکو سيسټم ته سخت زيان رسولی شوی دی.

معلومات ښیي چې د ۲۰۱۱ کال څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې، د ریف جوړونې مرجان پوښښ ساحه د ۴۰۰ مترو په شاوخوا کې د بېړۍ شاوخوا ۸۷.۳ سلنه کمه شوې ده.

د اوږدې مودې لپاره، دا بدلونونه له ډېری خبرتیاوو پرته پېښ شوي. مګر داسې کوم ریکارډ نشته چې وښيي د رین ژیاو ټاپو دې په وروستیو کلونو کې کله هم د پام وړ هوا پېښې یا د طبیعت لخوا هڅول شوي ایکولوژیکي ناورین سره مخ شوي وي.

 پوښتنه کېږي چې ولې د مرجان پرښې دلته له منځه ځي؟ څوک یا څه لامل یې کېږي؟

د جنوبي چین سمندر د پراختیا څېړنې انستیتیوت کې د سمندري ریموټ سینسنګ او نقشه کولو لابراتوار مشر وي ژینګ یې په اړه وايي. چې د سپوږمکۍ ریموټ سینسنګ سروې په واسطه، موږ وموندله چې د رین ژیاو په ریفونو کې د مرجان پوښښ ټوله ساحه د ۲۰۱۱ کال په پرتله په ۲۰۲۴ کې ۳۸.۲ سلنې ته راټیټه شوې په ځانګړي توګه د جنګي بېړۍ سره نږدې، د ۴۰۰ مترو په ساحه کې مرجان ۸۷.۳ سلنه کم شوي دي.

موندنې ښیي چې جنګي بېړۍ پخپله د ریف د ویجاړولو لامل کېږي.

یو بل تن د رین ژیاو تحقیقاتي ډلې لوی ساینس پوه ژیانګ ژیاوفي وايي چې د ۲۰۲۴ کال په اپرېل کې، موږ د رین ژیاو ټاپو په اړه د ۱۸ سروې سټیشنونو د جوړولو لپاره یو مسلکي ساینسي څېړنیز ټیم واستاوه څو په څلورو کټګوریو کې ۷۵ فکتورونه وڅېړي – د مرجان ټولنه، د ریف سره تړلي ژوندي موجودات، ایکولوژیکي چاپېریال او بشري فعالیتونه وو. چې بیا د سپوږمکۍ ریموټ سینسنګ ډیټا پراساس د پایلې سره پرتله کېږي.

مخکې له دې چې پایلې ته ورسېږو، موږ باید تاسو ته یو څه ساینسي پوهه درکړو. چې د مرجان ریف ایکوسیستمونو ته زیانونه معمولاً د اقلیمي بدلون، توپانونو، ښکاریانو او د انسان فعالیت له امله رامنځته کېږي.

په ورته مهال کې د جنوبي چین سمندر د ایکولوژیکي مرکز د لومړنۍ خبرتیا دفتر مشر لیو ییهوا وویل چې  له ۱۹۹۹ کال راهیسې، هېڅ ویجاړوونکی توپان، ډله ییز مرجان یا په رین ژیاو کې د زیان رسوونکي ارګانیزمونو د ګل کولو پېښې نښې نه دي لیدل شوې.

هغه وايي څرنګه چې ساینس پوهانو د زیان لپاره کوم بل ښه دلیل ونه موند، دوی هغه کښتۍ ته نږدې کتل پیل کړل چې په غیرقانوني توګه هلته بنده شوې وه.

ژیونګ دغه راز وویل، چې د سروې په جریان کې، موږ ولیدل چې کښتۍ سخته زنګ وهلې وه. د فیلیپین پرسونل زموږ له شتون څخه ډېر اندېښمن ښکارېدل او ډېری خلک به یې لېږل څو زموږ په کارونو کې مداخله وکړي.

د ژیونګ په وینا، تر ځمکې لاندې شوې کښتۍ د مرجان ریف ته ویجاړوونکی ضربه رسولې ده. برسېره پردې، د مرجان ریف هغه ټوټې ماتې شوې دې چې د څپو او سیندونو په واسطه شاوخوا سیمو ته خپرېږي نو په دې توګه د مرجان وده او بیا رغونه په پراخه کچه منع کوي.

 ښاغلي ليو وویل چې د رين ژیاو ته نژدې په اوبو کې د درنو فلزاتو لکه پارا، مس او زنک اندازه اوس ډېره لوړه ده ځکه چې بېړۍ ټوله زنګ وهلې ده.

نوموړي زیاتوي چې درانه فلزات د مرجان وده له خطر سره مخ کوي. د نورو درنو فلزاتو په منځ کې  د پارا عنصر د سمندري خواړو سلسله کې رامنځته کېږي، د مرجان نسج ته زیان رسوي او د مرجان ریفونو میټابولیک غیر معمولي لامل کېږي. په سیمه کې موږ تېل او منحل شوي عضوي فاسفیتونه موندلي، کوم چې د مرجان حجرو جوړښت ته سخت زیان رسوي، معافیت کموي او د ټول مرجان ریف ایکوسیستم روغتیا له خطر سره مخامخ کوي.

هغه وویل، چې په سیمه کې موږ د منحل شوي عضوي فاسفیت غیر معمولي لوړه کچه هم موندلې ده. دا ډول حقیقت د فاسفورس لوړ غلظت سره د فاضله اوبو اوږد مهاله خارجېدو له امله رامنځته کېږي.

لیو څرګنده کړه، چې په سیمه کې، موږ د منحل شوي عضوي فاسفیت غیر معمولي لوړه کچه هم موندلې ده. داسې انګېرل کېږي چې دا د فاسفورس لوړ غلظت لرونکي فاضله اوبو د اوږدې مودې خارج کېدو له امله رامنځته کېږي.

ژینګ وويل موږ په رين ژیاو کې ډېر زاړه بويونه، جالونه او د کب نيولو ليکې وليدې، په تېره بيا بېړۍ ته نږدې، ځينې يې په مرجان کې بند پاتې شوي او ډېر يې مړه کړې دي.

ژیانګ وویل، موږ اوس په ډاډ سره ویلای شو چې هغه کښتۍ چې په غیرقانوني ډول ډوبه شوې د رین جیاو د مرجان ریف ایکوسیستم ته زیان رسوي.

نوموړي دغه راز وویل، چې رین ژیاو پخوا ډېر ښکلی و هلته د مرجان د ویجاړ شوي ریفونو د سمولو یوازینۍ لاره د هغه کښتۍ څخه خلاصول دي چې هلته بند پاتې دي او د ککړتیا لامل کیږي

هغه زیاتوي، چې سمندر د بېلابېلو ژوندیو مخلوقاتو او انسانانو په شمول  کډ کور دی، هیڅوک دا حق نه لري چې له منځه یې یوسي.

له پورته څخه لیدل کیږي، چې ویجاړ شوی ریف د اوښکو څاڅکو ته ورته ښکاري چې د انسانې لالچ ناپوهۍ له امله رنځیږي. دغه راز د ریف چینایي نوم، رینی، د مهربانۍ معنی لري، ځکه چې چینایان تمه لري چې د هرچا لخوا د هغې پالنه، ساتنه او ښه چلند وشي او د تل لپاره سوله ییز او ښکلی وساتل شي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه
سپورت

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه

مارچ 18, 2026
شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې
وروستی خبرونه

شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې

مارچ 18, 2026
پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي
وروستی خبرونه

پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي

مارچ 18, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved