د چین مرستیال ولسمشر/ د تایلنډ د بهرنیو چارو وزیر
ایډي: 8385091
نېټه: د جولای 9، 2024
ځای: بېجینګ
موده: ۵۷ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-07-10 06:22
وروستی سمون: 2024-07-10 06:26
ویډیويي صحنې
چین بېجینګ – د جولای 9، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د چین مرستیال ولسمشر هان ژینګ د ټایلنډ د بهرنیو چارو وزیر ماریس سنګیمپونسا د روغبړ او انځور اخیستلو پر مهال
۲ـ د هان او ماریس ترمنځ بېلابېلې لیدنې او کتنې روانې دي.
۳-ګڼ شمېر ګډونوال
بشپړ خبر
د راپورونو له مخې، د چين مرستيال ولسمشر هان ژينګ د سې شنبې په ورځ په پلازمېنه بېجينګ کې د ټايلنډ د بهرنيو چارو له وزير ماريس سنګيم پونګسا سره کتلي.
د یادې لیدنې پر مهال د چین مرستيال ولسمشر هان ژينګ ویلي، چې چين او ټايلنډ ښه ګاونډيان، دوستان او شريکان دي. او همدارنګه چين د اوږدې مودې لپاره له ټايلنډ سره د اړيکو د ښه کولو لپاره ژمن ملګری دی.
نوموړي دغه راز ویلي، چې د ۲۰۲۲ کال په نوامبر میاشت کې ټايلنډ ته د ولسمشر شي جين پينګ تاريخي سفر د چين او ټايلنډ ترمنځ د ګډې راتلونکې ټولنې د جوړولو نوې دوره پيل کړه.
ښاغلي هان د خپلو خبرو پر دوام سره زیاته کړې، چې راتلونکی کال د چين او ټايلنډ ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له پنځوسمې کليزې سره برابر دی د هغه په خبره چين چمتو دی چې له ټايلنډ سره د خپلو مشرانو د موافقو د تعقيب، د لوړې کچې ليدنې د پياوړتيا ، د کلتوري تبادلې د پياوړتيا او د سيمه ييزو همکاريو د پياوړتيا لپاره ګډ کار وکړي.
نوموړي دغه راز ویلي، چين غواړي له ټايلنډ سره د کمربند او لارې نوښت په اړه د لوړ کيفيت همکارۍ د پياوړتيا او د ګډې راتلونکې لپاره د دواړو هېوادونو د ګډې ټولنې د جوړېدو د پرمخ بېولو لپاره لاس په کار شي.
د یادې لیدنې پر مهال د ټایلنډ د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې ټايلنډ او چين د باور وړ ملګري دي او د دوی اړيکې نوي پړاو ته دننه شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، ټايلنډ غواړي چې د ډيپلوماتيکو اړيکو د ٥٠مې کليزې په ویاړ له چين سره په بېلا بېلو ساحو کې د همکارۍ د پياوړتيا لپاره ګټه پورته کړي او خپلمنځي اړيکې لا پياوړې کړي.