د چین او شانګهای د زرغونې پراختیا فورم
ایډي: 8384956
نېټه: د جولای 9، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او اوه ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-07-09 07:41
وروستی سمون: 2024-07-09 10:26
ویډیويي صحنې
ختیځ چین د شانډونګ ولایت کینګداو ښار– د جولای ۸، ۲۰۲۴ (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ هېوادونو د زرغون پرمختیایي فورم د پرانيستلو ګڼ مراسم روان دي
۲ـ ګډون کوونکي
۳ـ د ښه ګاونډيتوب او همکارۍ په اړه د شانګهای د همکارۍ سازمان د کمېټې مشرې شن يو يوو بېلې بېلې ويناوې وکړې او د ولسمشر شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام يې ولوست.
۴ـ ګڼ شمېر مېلمانه، ګډون کوونکي
۵ـ د شانګهای د همکارۍ سازمان هېوادونو د زرغون پرمختیا فورم لوګو
ختیځ چین د شانډونګ ولایت د کینګداو ښار – نېټه نامعلومه (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۶ـ د چين او شانګهای د سيمه ييزې اقتصادي او سوداګرۍ د همکارۍ د نندارې سيمې، ویډیويي صحنې
۷ـ د چین او شانګهای د سیمه ییزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره د هراړخیز خدمت پلټ فارم بېلابېلې لوګوګانې
۸ـ د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) شنه او د کم کاربن صنعتي سیمې صحنې
بشپړ خبر
(SCO) یا د شانګهای همکارۍ سازمان هېوادونو د زرغون پرمختګ په نوم فورم د دوشنبې په ورځ د ختيځ شان دونګ ولايت د چينګ داو په ساحلي ښار کې پرانيستل شو چې د دې فورم اصلي تمرکز د چاپېريال ساتلو او د اقتصادي پرمختګ لپاره په ګډه کار کول دي.
د دې دوه ورځنۍ غونډې موضوع (په زرغون پرمختګ کې لاسونه سره یوځای کول او په ګډه د انسان او طبیعت ترمنځ همغږۍ ته وده ورکول) یاد شوي دي دا د شانګهای همکارۍ سازمان د ښه ګاونډيتوب دوستۍ او همکارۍ کمېټې له خوا د چين د ايکولوژي او چاپېريال ساتنې وزارت، د شان دونګ ولايت د ځایي حکومت او د شانګهای همکارۍ سازمان د سکرتريت له خوا تنظيمېږي.
په ورته مهال کې د چين ولسمشر شي جين پينګ د دوشنبې په ورځ ياد فورم ته د مبارکۍ يو ليک ولېږه چې په ترڅ کې يې دې ته اشاره وکړه چې د شانګهای سازمان غړي هېوادونه د چاپېریال ساتنې او د زرغون پرمختګ په اړه موافق دي.
ښاغلي شي جين پينګ ویلي، چين هيله لري چې د فورم له لارې له ټولو خواوو سره د زرغون پرمختګ په ډګر کې اړيکې او همکارۍ پياوړې کړي، دغه راز د ټولو هېوادونو دوامداره اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ته وده ورکړي او د انسانانو او طبيعت ترمنځ همغږي رامنځته کړي.
په یاده غونډه به د پرانیستلو مراسم، یو اصلي فورم او درې موازي فرعي فورمونه ولري، دا فرعي فورمونه د ۲۰۲۴شانګهای د همکارۍ سازمان SCO د ایکولوژي کال) د زرغون او لوړ کیفیت پراختیا لپاره تخنیکي نوښت او (د زرغونو او ټیټ کاربن خپراوي لپاره د اقلیم عمل) یاد شوی دی.
د چين او نورو هېوادونو څه دپاسه ٣٥٠ مېلمانه چې په کې د چاپېريال ساتنې چارواکي، سوداګريز مشران، کارپوهان او د نړيوالو سازمانونو د استازو په شمول په فورم کې راغونډ شوي دي څو د زرغون پرمختګ په اړه خپل نظرونه شريک کړي.
د یاد فورم په ترڅ کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د زرغونې انرژۍ، زرغون صنعت، د اقلیم د بدلون په وړاندې د غبرګون، د ایکولوژیکې ساتنې او نورو برخو کې د همکارۍ د ژورولو لپاره یو څو نوښتونه هم معرفي شول.
دغه فورم د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د چين لخوا تر سره شوې لومړۍ لويه غونډه ده او د شانګهای همکارۍ سازمان هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې لومړۍ غونډه بلل کېږي چې په ځانګړې توګه د زرغون پرمختګ په اړه تمرکز کوي.
د یادونې وړ ده چې د شانګهای همکارۍ سازمان یو دایمي نړیوال سازمان دی چې د ۲۰۰۱ کال د جون په ۱۵ نېټه په شانګهای کې جوړ شو چې بنسټ اېښودونکي غړي یې قزاقستان، ازبکستان، روسیه، تاجکستان او د چین ولسي جمهوریت دي.