د کندهار ښاروالۍ ادارې مسوولينو د دغه ولایت د سنګ حصار سړک د رغولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
په جنوب لوېديځه حوزه کې د پرمختيايي پروژو مسوول انجنیر خوشيوال ویلي، چې د یاد ولایت د سنګ حصار عمومي سړک د ٦ میلیونه افغانیو په لګښت د ١٥ کیلو مترو په اوږدوالي او ٦ مترو په سور سره د جغل اچونې او بیارغولو چارې پیل شوې دي. نوموړي زياته کړه، چې د یادې پروژې په پلي کېدو سره د سیمې خلکو د کار زمینه هم برابره شوې ده. د مسوولینو په خبره د یاد سړک په جوړيدو سره به د کندهار د ميوند، پنجوايي او ژړۍ ولسواليو اوسيدونکو ته په تګ- راتګ کي ډېري اسانتياوي رامنځته شي.