روسیه/اوکراین کړکېچ/تازه
ایډي: 8384218
نېټه: د جولای په 3، 2024
ځای: روسیه؛ اوکراین؛
موده: یوه دقیقه او اته ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-07–04 21:03
وروستی سمون: 2024-07-04 21:07
ویډیويي صحنې
ځای نامعلوم ده – د جولای په 3، 2024 خپور شو (د روسیې د دفاع وزارت) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د هلیکوپتر بېلابېل راکټ مرمۍ
۲ـ د هاوان د بریدنو بېلابېلې برخې
۳ـ د برید بېلابېلې صحنې
روسیه مسکو – دسمبر 2015 (CCTV د چینايي وګړو لپاره نه ده
۴ـ د روسیې د دفاع وزارت ودانۍ
۵ـ د روسیې ملي بیرغ
روسیه مسکو – د اپریل 20، 2022 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۶ـ په پل باندې ګڼ ترافیک، ودانۍ
روسیه مسکو – د جون 24، 2016 (CCTV)
۷ـ کرملېن، په سیند کې کښتۍ
اوکراین کیف – د مارچ 29، 2019 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۸-د اوکراین ملي بیرغ
اوکراین کیف، – د دسمبر 10، 2018 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۹ـ د اوکراین د پارلمان ګڼې ودانۍ د اوکراین ملي بیرغونه
اوکراین کیف، – د می 18، 2017 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱۰ـ د ښار بېلابېلې برخې، ترافیک
بشپړ خبر
د روسیې د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې يې د اوکرایني ځواکونو څو پوځي تجهيزات او يو ورکشاپ ويجاړ کړى دى. په همدې حال کې اوکراین ویلي چې له روسي ځواکونو سره یې په لومړۍ برخه کې په ۹۰ نښتو کې مخ شوي دي.
دفاع وزارت دغه راز ویلي، چې پوځ یې د دونيتسک په سیمه کې باخموت ته څېرمه د چاسیو یار په نوم د نووي ولسوالي نیولې ده. دوی دا ادعا هم کړې چې د اوکراین Mi-24 هلیکوپتر او یو ورکشاپ چې د ټانک ټوپکونه او لوی کیلیبر مهمات تولیدوي زیانمن کړي دي.
په ورته مهال کې د روسیې سمندري ځواکونو د درې اوکرایني کښتیو د ویشتلو ادعا هم کړې. دغه راز د روسیې هوايي دفاعي سیستم د اوکراین د پوځ درې هیمارس سیستم راکټونه او ۳۹ بې پیلوټه الوتکو بریدونو د شنډ کولو خبر هم ورکړی دی.
په همدې ورځ د اوکراين د وسله والو ځواکونو عمومي قومندان خبر ورکړ چې د ځايي وخت تر ۴ بجو پورې اوکرايني ځواکونه له روسي پوځيانو سره په ٩٠ نښتو کې مخ شوي دي په داسې حال کې چې روسي پوځيانو د دونيتسک په سيمه کې خپلو پراخو بريدونو ته دوام ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، په ولچانسک او لیپتسي سیمو کې، اوکرایني ځواکونو د روسي ځواکونو شپږ بریدونه په شا تمبولي. خو د پوکروفسک په لور د روسیې پوځ په دې سیمه کې د اوکراین په دفاعي کرښه کې ۱۹ بریدونه پیل کړي، پداسې حال کې چې د اوکراین پوځ د روسیې د ۱۳ بریدونو د دفاع خبر هم ورکړی دی.