پنجشنبه, مارچ 19, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

حماس او اسراییلي چارواکي د اوربند په څرنګوالي غور کوي

STR NEWS by STR NEWS
جولای 4, 2024
3 0
0
حماس او اسراییلي چارواکي د اوربند په څرنګوالي غور کوي
5
SHARES
18
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8384212.webm

د غزې تړانګه – شخړه / مرګ ژوبله

ای‌ډي: 8384212

نېټه: د جولای 3، 2024/وروستی

ځای: نور

موده: یوه دقیقه او ۳۶ ثانیې

سرچینه:  (CGTN)

محدودیتونه: د چینایي وګړو لپاره نه دی

خپور شوی: 2024-07-03 17:41

وروستی سمون: 2024-07-03 20:10

ویډیویي صحنې

د غزې تړانګه – د جون 28، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱ـ د سګرټ څکولو صحنه، ودانۍ

۲ـ ګڼ شمېر خلک  له سیمې د وتلو پر مهال

۳ـ زیانمن شوی ګاونډی

بشپړ خبر

په فلسطین کې روغتیايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلو په روانو بریدونو کې ۲۸ فلسطینیان وژل شوي او ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي، چې په دې سره د غزې په خونړۍ جګړه کې د فلسطینیانو د وژل شویو  شمېر۳۷۹۵۳ او د ټپیانو شمېر ۸۷۲۶۶ کسانو ته رسېدلی دی.

د فلسطین رسمي خبري اژانس وفا او فلسطیني ټلویزیون د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د اسراییلو پوځ د غزې تړانګې په شمال کې د غزې ښار، په مرکز کې د نصیرات د کډوالو کمپ او په جنوب کې د رفح په ګډون د غزې تړانګې پر څو سیمو هوايي بریدونه او بمبارۍ وکړې.

د (WAFA)  اژانس د خبر له مخې، په یادو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. خو اسراییلي لوري تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په ورته وخت کې د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) وسله والې څانګې القسام د چهارشنبې په ورځ ویلي چې دوی تېره ورځ د غزې په ښار او رفح کې له اسراییلي ځواکونو سره جګړې ته دوام ورکړی. او د شجاعیه په ګاونډ کې د القسام کنډکونو او د اسراییلو د قوماندې په پوسته هوايي بریدونه کړي دي دغه راز یې  په رفح  ښار کې د راکټونو په واسطه دوه اسراییلي ټانکونه هم له منځه وړي دي.

د اسراییلو دفاعي ځواکونو (IDF) د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې اسراییلي ځواکونو د غزې تړانګې په ډېرو ځایونو کې پوځي عملیات کړي دي.

د اسراییلو دفاعي ځواکونو دغه راز ویلي، چې د غزې ښار په ختیځ کې د شجاعیه په سیمه کې د اسراییلو جنګي الوتکو تر ۵۰ زیات هدفونه په نښه کړي چې په ترڅ کې یې هغه تونلونه موندلي چې د فلسطین وسله والو ډلو لخوا په زیاته اندازه وسلې او تجهیزات لپاره کارول کېدو، د اسراییلو پوځ دا هم تایید کړې، چې تېره ورځ يې یو اسراییلي قومندان د الشجاعیه په سیمه کې په عملیاتو وژل شوی دی.

د غزې تړانګې په مرکزي او جنوبي رفح ښار کې د اسراییلو ځواکونو په روانو عملیاتو کې د فلسطیني وسله والو یو شمېر سیمې ویجاړې کړې او یو شمېر وسله وال یې وژلي دي.

د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې ويلي چې اسراییل د حماس د یوې موافقې وړاندیز ته د غزې په جګړه کې د اوربند او د یرغمل شویو خوشې کولو په اړه د ځواب په اړه غوره کوي.

حماس هم په همدې ورځ تایید کړه چې دوی په غزه کې د اوربند په اړه له منځګړو سره ځینې نوي نظرونه تبادله کړي دي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه
سپورت

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه

مارچ 18, 2026
شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې
وروستی خبرونه

شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې

مارچ 18, 2026
پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي
وروستی خبرونه

پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي

مارچ 18, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved