د قزاقستان او ولسمشر شي لیدنه، راتګ
ای ډي: 8384005
نیټه: د جولای 2، 2024
ځای: قزاقستان
موده: څلور دقیقې او دیارلس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
بشپړ خبر
د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين ولسمشر شي جين پينګ د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو په ۲۴مه غونډه کې د ګډون او له قزاقستان څخه د رسمي ليدنې لپاره د سه شنبې په ورځ د دغه هیواد پلازمینې آستانې ته رسیدلی دی.
دا قزاقستان ته د شي جين پينګ پنځم سفر دی. د دې سفر موخه د چين او قزاقستان ترمنځ د اړيکو پياوړتيا او د یو کمربند او لارې د نوښت په چوکاټ کې د همکارۍ پياوړتيا ده.
د یاد اژانس د خبر له مخې، کله چې د شي جين پينګ الوتکه د قزاقستان فضايي حريم ته داخله شوه د قزاقستان د هوايي ځواک د درې جنګي الوتکو له خوا خوندي شوه او د ساتنې لپاره ورسره مل شوي.
د قزاقستان ولسمشر توکايف په هوايي ډګر کې د ښاغلي شي جين پينګ د هرکلي ستر مراسم تر سره کړل او دغه راز ددغه هیواد د ماشومانو يوې ډلې د رئيس شي جين پينګ د ښه راغلاست لپاره په چینایي ژبه د مور وطن ته یا (اوډ د مور ټاټوبي) په نامه سندره وويله.
نوموړي هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته په يوه ليکلې وينا کې د چين د حکومت او د چینايي وګړو په استازيتوب د قزاقستان دوستانه خلکو ته د زړه له کومې سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې.
هغه دې ته اشاره وکړه چې له تېرو ٣٢ کلونو راهيسې د چين او قزاقستان ترمنځ ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې شوې. دغه اړيکې د نړۍ له ننګونو سره سره لا پياوړې شوې دي او د يو بې ساري دايمي هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ په توګه پرمختګ کوي. هغه دا هم وويل چې د دواړو هېوادونو تلپاتې دوستي د وخت په تېرېدو سره پياوړې شوې او د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د پيوستون، متقابلو ګټو او متقابل برياليتوب یو بېلګه ده.
شي جين پينګ يادونه وکړه چې ۱۱ يوولس کاله مخکې يې په لومړي ځل په قزاقستان کې د ورېښمو د لارې د اقتصادي کمربند د جوړولو نوښت وړاندې کړ چې له کبله یې نن ورځ د چين او قزاقستان ترمنځ د يو کمربند او لارې تر نامه لاندې همکارۍ بريالۍ پايلې تر لاسه کړې دي
نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره زیاته کړه، چې د دغه سفر په ترڅ کې به له ولسمشر توکايف سره خبرې اترې وکړي او د چين او قزاقستان دهر اړخيزو اړيکو او همکارۍ او نورو ګډو نړيوالو سيمه ييزو مسايلو په اړه به د نويو پلانونو د جوړولو په اړه ژور بحثونه ترسره کړي.
ښاغلي شي دا هم وويل چې د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشريزه غونډه کې ګډون ته سترګې په لار دی او له ټولو خواوو سره به د دغه سازمان د راتلونکي پرمختګ او همکارۍ پر لارو چارو بحث کوي، څو د دغه مهم څو اړخيز ميکانيزم لپاره نوی او ستر پرمختګ تر لاسه شي.
یاده دې وې چې شي جين پينګ له هوايي ډګر څخه خپل هوټل ته د تګ پر مهال په قزاقستان کې د خلکو له تود هرکلی سره مخ شو.