د پاناما – د ولسمشر د لوړې مراسم / د شي جين پينګ استازی
ایډي: 8384037
نېټه: د جولای 1، 2024
ځای: پاناما
موده: ۳۳ ثانیې
سرچینه: (CCTV)، نور
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-07-03 14:09
وروستی سمون: 2024-07-03 14:13
ویډیويي صحنې
پانامه د پانامه ښار، – د جولای 1، 1024 (SerTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ جوز راول مولینو د لوړې په مراسمو کې د پاناما د ولسمشر په توګه لوړه وکړه
۲-د پرانیستې مراسمو بېلابېلې صحنې
پانامه د پانامه ښار – د جولای 1، 1024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۳ـ د چين د ولسمشر شي جين پينګ ځانګړي استازي يو جيان
پانامه د پانامه ښار، – کره نېټه معلومه نه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۴ـ له هوا څخه د د ښار د بېلابېلو برخو منظرې
۵ـ د پانامه ملي بیرغ
بشپړ خبر
د دوشنبې په ورځ د چين د ولسمشر شي جين پينګ ځانګړي استازي يو جين هوا د پانامې د حکومت په بلنه د دغه هېواد د نوي ټاکل شوي ولسمشر جوز راول مولينو د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د یادو مراسمو په ترڅ کې ولسمشر مولينو ځانګړي استازي سربېره د چين د ګمرکونو د عمومي ادارې له وزير سره هم وکتل.
نوموړي استازي د یوه ځانګړي پیغام په اډانه کې نوي ټاکل شوي ولسمشر ته د ولسمشر شي جین پينګ مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړل. او زیاته یې کړه چې له هغه وخت راهيسې چې چين او پانامه اووه کاله دمخه ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې، د دواړو هېوادونو اړيکې په چټکۍ سره وده کړې او د دواړو خواو وګړو ته يې واقعي ګټې رسولې دي.
ښاغلي يوو دغه راز وویل، چين چمتو دی چې سياسي باور پياوړی کړي، همکارۍ ژورې کړي او د دواړو هېوادونو د خلکو د ګټې لپاره له پانامې سره خپلې اړيکې لا ټينګې او پراخې کړي.
د دغو مراسمو په دوام کې د پانامې ولسمشر مولينو د شي جين پينګ د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره د ځانګړي استازي له لېږلو مننه وکړه او له استازي څخه يې وغوښتل چې شي جين پينګ ته دې نوموړي ولسمشر نېکې هيلې او پېرزوینې هم ورسوي.
نوموړي همدارنګه ویلي، چې پانامه له چين سره د اړيکو پرمختګ ته ډېر اهميت ورکوي او غواړي له چين سره په بېلا بېلو ساحو کې همکارۍ لا ژورې کړي او دوه اړخيزې اړيکې لوړې کچې ته ورسوي.