د چین د بهرنیو چارو وزارت خبرتیا/ناټو
ایډي: 8383988
نېټه: د جولای 2، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او اته ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-07-03 02:25
وروستی سمون: 2024-07-03 04:56
ویډیويي صحنې
چین بېجینګ – د جولای 2، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ بېلابېل مطبوعاتي کنفرانسونه روان دي، خبریالان
۲ـ غږ (چینایي) د بهرنیو چارو وزارت ماو نینګ ویانده
۳ـ ګڼ شمېر خبریالان
بشپړ خبر
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې ناټو باید د اوکراین د کړکېچ د اصلي لاملونو او هغه څه چې په اروپا او نورې نړۍ کې یې د سولې لپاره ترسره کړي فکر وکړي. نه دا چې د مسولیتونو د سرغړونې او تضادونه پړه پر نورو واچوي. نوموړې دا د اوکراین په کړکېچ کې د چین د رول په اړه د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د څرګندونو په غبرګون کې کړې دي.
ماو نېنګ د خپلو خبرو په دوام سره وویل، چې موږ نه پوهېږو د ناټو ارزښتونه څه دي که د ناټو موخه د شخړو پيلول، او د ايډيالوژيکو توپيرونو له امله د کړکېچ زياتول وي، نو چین نشي کولی ورسره موافقه وکړي. هغې زياته کړه چې ناټو په پرله پسې توګه چين ننګوي، او دغه راز یې په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي د چين کورنۍ او بهرنۍ تګلارې تحريفوي او د چين ګټو او امنيت ته جدي ګواښ پېښوي.
وياندې پر دې ټينګار وکړ چې چين په پرله پسې توګه د سولې له خبرو اترو او د اوکراين د کړکېچ د سياسي حل لپاره د هڅو ملاتړ کوي. هغې وړاندیز وکړ چې ناټو باید مسوولیت منونکی سازمان وي او د نورو د پړ بللو پر ځای دې د کړکېچ رښتیني لاملونه اروپا او ټولې نړۍ ته په ډاګه کړي.
د یادونې وړ ده چې سټولټنبرګ په دې وروستیو کې ویلي و چې ناټو باور لري، چې د چین چلند د ناټو ارزښتونه، ګټې او امنیت ننګوي. هغه دا هم ویلي چې روسيه له چين څخه د توغنديو او بې پيلوټه الوتکو د توليد لپاره پرمختللې ټېکنالوژي واردوي دغه راز نوموړي زیاته کړې وه، چې چين له دويمې نړيوالې جګړې وروسته په اروپا کې تر ټولو سترې جګړې ته لمن وهلې ده.