پنجشنبه, مارچ 19, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د افغان حکومت پلاوي په دوحه غونډه کې ګډون وکړ

STR NEWS by STR NEWS
جولای 2, 2024
3 0
0
د افغان حکومت پلاوي په دوحه غونډه کې ګډون وکړ
5
SHARES
18
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8383848.webm

ای‌ډي: 8383848

نېټه: د جون 29، 2024

ځای: افغانستان

موده: دوه دقیقې او شپږ ویشت ثانیې

سرچینه:  (CGTN)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-07-02 07:30

وروستی سمون: 2024-07-02 07:34

انګلیسي

ویډيويي صحنې

افغانستان کابل – د جون 29، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱ـ د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په بېلابېلو کنفرانسونو کې

۲ـ ګډون کوونکي

۳ـ غږ (پښتو) د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

افغانستان کابل – وروستی (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۴- د ښار بېلابېلې برخې

۵ـ غږ (انګلیسي) اجراییه رییس محمد سلیمان بن شاه

۶ـ د پیاده تګ او راتګ بېلابېلې صحنې

۷ـ غږیزه (دري) د کابل یو تن اوسېدونکی مشتبی عطايي

۸ـ پیاده تګ

۹ـ بانکنوټونه د شمېرنې ماشین څخه شمېرل کېږي

۱۰- غږیز (پښتو) د کابل یو تن اوسېدونکی: عاصم همدرد

۱۱ـ ترافیک

۱۲-د طالبانو بیرغ

بشپړ خبر

د طالبانو په مشرۍ د افغان حکومت یو پلاوی د یکشنبې څخه تر دوشنبې پورې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له خوا وربلل شوي د درېیم پړاو خبرو اترو لپاره په دوحه کې دي. دوی غواړي چې له دې فرصت څخه د خپل حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تفاهم د ښه کولو لپاره ګټه واخلي.

د غونډې د اجنډا په مهمو موضوعاتو کې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ او د افغان حکومت  له لوري له نشه يي توکو سره د مبارزې سیاستونه شامل دي.

د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د شپږ کسیز پلاوي په مشرۍ غونډې ته ورغلی و نوموړي دوحې ته له تګ مخکې د شنبې په ورځ د خپل حکومت د تګلارې په اړه له رسنیو سره د غونډې په اړه معلومات شریک کړل .

ښاغلي مجاهد د (CGTN) تلویزوني شبکې  د یوې پوښتنې په ځواب کې د ځینو لوېدیځو هېوادونو په ګډون له نورې نړۍ سره د خپل هېواد د اړیکو حالت پر څرنګوالي وغږېد او زیاته یې کړه، چې موږ له ټولې نړۍ سره ستونزې نه لرو، خو موږ غواړو چې یوې حل لارې ته ورسېږو او له یو شمېر هغو هېوادونو سره چې د افغانستان په اړه د تعرضي سیاستونو په لټه کې دي، متقابل تفاهم ته دوام ورکړو، ځکه چې افغانستان له مالي ننګونو سره مخ دی او سوداګریزې چارې یې اغېزمنې شوې دي. هغه بندیزونه چې لګول شوي دي باید لرې کړل شي.

د افغان فعالانو یوې ډله چې ډېری یې په هېواد کې مېشت دي، د یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي منشي، د افغانستان لپاره ځانګړي استازي او سرپرست حکومت ته یو پرانیستی لیک ولیکه.

په دې لیک کې د طالبانو تر مشرۍ لاندې د افغانستان د اوسني ټولنیز اقتصادي او سیاسي وضعیت په اړه کلیدي اندېښنې په ګوته شوې دي. او همدارنګه یاد لیک سختې اقتصادي ننګونې په ګوته کوي، چې د نړیوالو اقداماتو لکه د تمویل کمولو او د بانکدارۍ محدودیتونو له امله زیاتې شوې، د طالبانو د داخلي پالیسیو ترڅنګ چې د ښځو اقتصادي ګډون او د نجونو لپاره د زده کړې فرصتونو مخه نیسي یادونه شوې ده.

افغان فعالان د دوحې د درېیمې غونډې له ګډونوالو غواړي چې له افغانانو سره مرستې زیاتې کړي، او د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شویو شتمنیو ته لاره هواره کړي او له افغان سوداګرو او ښځو سره مرسته وکړي.

محمد سلیمان بن شاه، چې په افغانستان کې د مثبت بدلون او پرمختګ مشري کوي، په دې باور دی چې افغانستان د بل هر هېواد په څېر له نړۍ سره د بیا نښلولو او په نړیواله کچه د سوداګرۍ لپاره  د فرصت مستحق دی. هغه فکر کوي چې دا حق د افغانانو دی، پرته له دې چې په افغانستان کې سیاسي مسایل وي.

بل خوا کابل ښاریان له طالبانو او نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د افغانانو اړتیاوو ته پام وکړي او له سیاسي مسئلو سره د بشردوستانه اړیکو له ګډوډولو ډډه وکړي.

د کابل یو تن اوسېدونکی مشتبی عطايي وايي چې ټول پوهېږو چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي وضعیت د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو له امله د پرمختګ په حال کې نه ده نوموړي زیاتوي چې  له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوم چې دا مسئله په غونډه کې حل کړي او د افغانستان کنګل شوې پیسې خلاصې کړي.

یو بل تن اوسېدونکی عاصم همدرد وويل، موږ د طالبانو په مشرۍ له حکومت څخه غواړو چې د اسلامي شريعت سره سم د نجونو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه پرانيزي او د هغوى لپاره د ملاتړ وړ ښوونيز چاپېريال رامنځته کړي. دا به يو مثبت ګام وي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه
سپورت

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه

مارچ 18, 2026
شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې
وروستی خبرونه

شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې

مارچ 18, 2026
پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي
وروستی خبرونه

پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي

مارچ 18, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved