پنجشنبه, مارچ 19, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د چين او يورشيا اتم نندارتون سيمه ييزې سوداګرۍ او همکارۍ پياوړې کوي

STR NEWS by STR NEWS
جولای 1, 2024
6 0
0
د چين او يورشيا اتم نندارتون سيمه ييزې سوداګرۍ او همکارۍ پياوړې کوي
9
SHARES
33
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8383135.webm

د چین او یورشیا نندارتون او د پرمختګ فرصتونه

ای‌ډي: 8383135

نېټه: 26 جون، 2024

ځای: چین

موده: دوه دقیقې او اته دیرش ثانیې

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 26-06-2024 08:59

وروستی سمون: 2024-06-26 10:41

ویډیويي صحنې

د چین شمال لوېدیځ د شینجیانګ اویغور کورواکه سیمه، د اورومچي ښار، – د جون 26، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱ـ  له هوا څخه د چین او یورشیا د اتم نندارتون د ځای انځورونه

۲ـ د چین او یورشیا اتم نندارتون ته ښه راغلاست لوګو

۳ـ په  نندارتون کې ګڼ شمېر نندارچیان، او لیدونکي

۴-غږ (انګلیسي) په چین کې د پاکستان سفیر خلیل هاشمي،

۵ـ په نندارتون کې ګڼ کارمندان او لیدونکي

۶ـ د نندارتون  لیدونکي

۷-غږ (چینایي) د چین د ریل پټلۍ ساختماني شرکت رییس ډای هیګن

۸ـ د نندارتون بېلابېلې برخې ګڼ شمېر لیدونکي، نندارتونونه

۹ـ د نندارتون باندنۍ برخه

بشپړ خبر

د چين او يورشيا اتم نندارتون د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه سوداګرو ته د پرمختګ زيات فرصتونه وړاندې کړي او دغه راز یې د سيمه ييزې سوداګرۍ او همکارۍ د پياوړتيا لپاره مهم پرمختګ کړی دی.

د معلوماتو له مخې دغه ستره غونډه د چهار شنبې په ورځ د شينجيانګ د نړيوال کنوانسیون او نندارتون په مرکز ارومچي ښار کې پيل شوه چې د سيمې د تيان شان غرونو په لمن کې موقعيت لري.

یاد نندارتون چې موضوع یې (د ورېښمو لارې نوي فرصتونه او د یورشیا همکارۍ لپاره نوی ژوند) دی چې تر یکشنبې پورې به دوام وکړي دغه راز په یاد نندراتون کې له ګڼو هېوادونو او سیمو څخه نږدې ۱۹۰۰ ګډونوالو برخه اخیستې ده. او د ۶۰۰۰څخه زیات محصولات یې د چین او لوېدیځې آسیا او اروپا څخه نندارې ته وړاندې کړي دي.

دغه نندارتون چې ۱۴۰۰۰۰مترو مربع مساحت یې پوښلی په څلورو مهمو برخو لکه د پانګونې همکارۍ، نړیوال نندارتون، ځانګړي صنعتونه او د تجهیزاتو تولید برخو باندې وېشل شوی دی.

په چين کې د پاکستان سفير خليل هاشمي ویلي، چې د پاکستان په ګډون د سيمې د بېلابېلو هېوادونو ډېر غوره محصولات په یاد نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي دي. هغه ټینګار وکړ چې پاکستان او چین قوي ګاونډیان، شریکان او وروڼه دي. هغه د پاکستان او چین د دوستۍ اهمیت په ګوته کولو سره د تجارت، د خلکو تر منځ د تبادلې او علمي همکارۍ نوي کچو ته د خپلو همکاریو د لوړولو هوډ څرګند کړ.

دغه ستر نندارتون به د ۵۰ څخه زیاتو سوداګریزو فعالیتونو کوربه توب وکړي، چې تمه کېږي  د ۲۰۰ څخه زیاتې پروژې پکې لاسلیک شي.

په دې نندارتون کې، مسوولین د هغو شرکتونو لپاره ځانګړي تالارونه لري چې زیاتره یې د حکومت مالکیت دی چې د نويو توليداتو په جوړولو کې له پرمختللې ټېکنالوژۍ څخه کار اخلي، دوی دغه راز د ګوانګ دونګ، هانګ کانګ او مکاو  ښارونو په شمول د شينجيانګ لوړو سوداګریزو شرکتونو په صنعتونو کې د تېل و ګازو، ډبرو سکرو، کانونو، حبوباتو، نفتو، پنبو، مېوو او سبزيجاتو، د څارويو توليدات او د انرژۍ نوي صنعتونو باندې پانګونه او تمرکز لري.

د سږ کال نندارتون د چين د شينجيانګ د ازادې سوداګرۍ سيمې (FTZ) لپاره ځانګړی تالار هم جوړ کړی چې موخه يې د ارومچي، کاشغر او هورګوس سیمو بې ساري ځانګړتياوې، پرمختګونه او لاسته راوړنې ښکاره کول دي.

د شينجيانګ د ازادې سوداګرۍ سيمه چې د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې یاد فعالیت ته ځانګړې شوې، د چين په شمال لوېديځ کې لومړۍ ازمويښتي محدوده ده. چې په چټکۍ سره  یې ودې او پراختیا ته رغنده اصلاحات  او پرمختګونو پیل کړي دي.

راپورونه ښیي چې د روان کال له جنورۍ څخه تر اپريل پورې د شينجيانګ د ازادې سوداګرۍ سيمې د ۳۸.۵ میليارډو يوانو په ارزښت سوداګري تر سره کړې چې د شينجيانګ د ټولې سوداګرۍ ۲۷.۹۲ سلنه برخه جوړوي.

په ورته وخت کې د چين د اوسپنې پټلۍ د جوړولو د شرکت مشر ډای هيګن وايي چې دوی اټکل کوي چې دغه چينايي ټېکنالوژي تجهيزات او حللارې به د کمربند او لارې په اوږدو کې د هېوادونو لپاره ښه خدمت وکړي. چې د بشريت د راتلونکي لپاره د ګډو موخو سره د نړيوالې ټولنې د جوړولو لپاره د چين د تخصص او وړتيا سره مرسته وکړي.

د پنځه ورځنۍ غونډې په جریان کې به د کرنې، خوراکي توکو، ټوکر، جامو، انرژي او کیمیاوي صنعتونو په برخه کې د ورته سوداګرۍ لپاره درې غونډې ترسره شي. دا غونډې به د روسیې، منځنۍ اسیا، لوېدیځې اسیا، سویلي اسیا او د سیمه ییز جامع اقتصادي مشارکت (RCEP) پر غړو تمرکز وکړي. د دوی موخه دا ده چې اقتصادي او سوداګریزې پانګونې ته وده ورکړي.

له ٢٠١١ کال راهيسې د چين او يورشيا د نندارتون اووه غونډې تر سره شوې چې ښې پايلې يې تر لاسه کړې دي. په مخکنیو نندارتونونو کې له ۷۰ څخه زیاتو هېوادونو او سیمو څه باندې  ۱۱۲۲۰۰نندارچیانو ګډون کړی چې په ټولیز ډول یې ۲.۱۶ میلیونه لیدونکي جلب کړي و.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه
سپورت

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه

مارچ 18, 2026
شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې
وروستی خبرونه

شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې

مارچ 18, 2026
پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي
وروستی خبرونه

پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي

مارچ 18, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved