روسیه/اوکراین کړکېچ/تازه
ایډي: 8383156
نېټه: د جون 26، 2024
ځای: روسیه اوکراین
موده: یوه دقیقه او ۴۸ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 27-06-2024 18:17
وروستی سمون: 2024-06-27 20:36
ویډيويي صحنې
ځای نامعلوم ده- د جون په 26، 2024 خپور شو (د روسیې دفاع وزارت) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ ګڼ زغروال موټر د حرکت کولو پر مهال
۲ـ د بېلابېلو عسکرو صحنې
۳-هدف د نښه کېدو پر مهال
۴ـ د ګڼو پوځي تجهیزاتو ویډیويي صحنې
مسکو، روسیه – دسمبر 2015 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۵ـ د روسیې د دفاع وزارت ودانۍ
۶ـ د روسیې ملي بیرغ
روسیه مسکو – د اپریل 20، 2022 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۷- په پل باندې ترافیک، ودانۍ
روسیه مسکو – د جون 24، 2016 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۸-کرملېن؛ په سیند کې کښتۍ
فایل: کیف، اوکراین – د مارچ 29، 2019 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۹ـ د اوکراین ملي بیرغ
اوکراین کیف – د دسمبر 10، 2018 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱۰ـ د اوکراین د پارلمان بېلابېلې ودانۍ، د اوکراین ملي بیرغ
اوکراین کیف د می 18، 2017 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱۱ـ د ښار ګڼې برخې
اوکراین کیف – نېټه معلومه نه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱۲ـ ترافیک، ودانۍ
بشپړ خبر
مسکو د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې ځواکونو یې د اوکرایني پوځ څو بریدونه په شا تمبولي، په داسې حال کې چې اوکراین په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې له پوځ سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې د سختې جګړې خبر ورکړی دی.
د روسیې دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د دوی پوځ د بېلابېلو اړخونو څخه د اوکرایني ځواکونو د ډېرو بریدونو په وړاندې دفاع کړې. دوی ادعا کړې چې د ټانکونو، زغروالو ګاډو او پرمختللو وسلو په ګډون ګڼ پوځي تجهیزات یې له منځه وړي دي د دې ترڅنګ د روسیې هوايي دفاعي ځواکونو ۷۶ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې او دوه د امریکا ساخت راکېټونه ویشتلي دي.
په همدې ورځ د اوکراين د وسله والو ځواکونو لوی درستيز خبر ورکړ، چې ځواکونو يې د پوکروفسک په لور او خارکيف سيمه کې په لومړۍ کرښه کې ۹۹ نښتې کړې دي. هغه دغه راز ویلي چې په خارکیف سیمه کې روسي ځواکونو اووه بریدونه کړي خو ټول د اوکرایني ځواکونو له خوا دفع شول، په داسې حال کې چې د پوکروفسک په لور د روسیې پوځ ۳۴ ځله د اوکراین پر دفاعي پوستو بریدونه وکړل.