د هرات د فرهنګ او هنر آمریت مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د ښاروالۍ او اطلاعاتو او کلتور ریاست ترمنځ د هوکړه لیک له مخې د یاد ولایت د تیاتر د نوي صالون د رغونې چارې پیل شوې دي. د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او هنر آمر حمیدالله غیاثي ویلي، چې د یاد صالون په بشپړېدو سره به په یاده برخه کې د هنرمندانو یو لړ ستونزې راکمې شي. د یادو مسوولینو په وینا دغه سالون په ۴۰۰ متره مربع ځمکه کې د شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې چارې به یې په ۶ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د هرات تياتر د لومړي ځل لپاره په ١٣٠١ لمريز کال کې د عبدالواحد بهره، تر مديريت لاندې د هرات د يو شمېر فرهنګیانو او هنرمندانو له خوا تاسيس شوى او دغه هنر په تېرو کلونو لوړې ژورې تجربه کړې دي.