د چین سمپوزیم/ د قانون پر بنسټ حکومتولي
ایډي: 8382534
نېټه: 21 جون، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او څلور ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 23-06-2024 06:20
وروستی سمون: 2024-06-23 06:24
ويډیويي صحنې
ختیځ چین – د جون 21، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ کنفرانس روان دی، ګډون کوونکي
بشپړ خبر
د جمعې په ورځ د چين د ان هوی ولايت په های فای ښار کې د قانون پر بنسټ د حکومتولۍ او د بشري حقونو د ساتنې په اړه يو سمپوزیم تر سره شو.
دغه سمپوزیم چې د چين د بشري حقونو د پرمختيا لپاره دایر شوی و، د هېواد له بېلا بېلو پوهنتونونو او څېړنيزو بنسټونو څخه د بشري حقونو په برخه کې د نامتو کارپوهانو په ګډون څه د پاسه سلو کارپوهانو ګډون کړی و.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې ګډون کوونکو کارپوهانو په نوې زمانه کې د بشري حقونو د حقوقي ساتنې په اړه خپلې تجربې او نظریې شریکې کړې او د بشري تمدن د تنوع په بډاينه او پرمختګ کې يې د چين له ځانګړتياو سره سم د بشري حقونو د ساتنې او د سوسياليستي حقوقي سيستم د ونډې په اړه خبرې اترې وکړې.
د چين د بشري حقونو د پرمختيا د بنسټ مشر شي فوژان په دې غونډه کې وویل، چې چين په پرله پسې توګه د بشري حقونو د پرمختګ د هڅولو او د بشري حقونو د قانوني ساتنې د کچې د لوړولو په برخه کې په فعاله توګه ګډون کړی دی. نوموړي زیاته کړه چې د بشري حقونو لپاره نړیوال قانوني سیستم دې د نړۍ د بشري حقونو د حکومتولۍ ښه والي ته وده ورکړي او د نړۍ د بشري حقونو لاملونو په پراختیا او پرمختګ کې د رغنده مرسته وکړي.