روسیې له افغانانو سره د مرستو په موخه د ۲۱ ټنه بشري مرستو له رالېږلو خبر ورکړی دی. د راپورونو له مخې، په دغو مرستو کې له خوراکي توکي سربېره د اړتیا وړ نور توکي هم شامل دي. د افغانستان سرپرست حکومت په اوسنیو شرایطو کې د روسیې مرستې اغېزناکې ګڼي او همداراز په راڼه توګه د دغو مرستو له وېش هم ډاډ ورکوي. د خوړو د نړیوال پروګرام د وروستي راپور لمخې دمګړۍ په افغانستان کې څه باندې ۱۲ میلیونه کسان نه پوهیږي چې د دویم وخت خواړه یې له کومه کیږي او خلک بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.








