د چین- د بهرنیو چارو وزارت خبرتیا/جاپان بندیز
ایډي:
نېټه: 21 جون، 2024
ځای: بېجینګ
موده: یوه دقیقه او دوې ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 22-06-2024 01:35
وروستی سمون: 22-06-2024 03:02
ويډیويي صحنې
چین بېجینګ– 21 جون، 2024 (CCTV)
۱ـ بېلابېلې مطبوعاتي خبرتیاوې روانې دي
۲-خبریالان
۳ـ د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان وويل:
۴ـ ګڼ شمېر خبریالان
۵ـ مطبوعاتي خبرتیا روانه ده
بشپړ خبر
بېجینګ د جمعې په ورځ د جاپان د هغې پرېکړې سره ټینګ مخالفت څرګند کړ چې د روسیې د مداخلې په خاطر يې پر چینایي شرکتونو بندیزونه لګوي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان په بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې ویلي، چې دغه بنديزونه د نړيوالو قوانينو له مخې نه ملاتړ کېږي.
لین ویلي، چې چين په کلکه د هغو بنديزونو سره مخالفت کوي چې په نړيوال قانون کې ځای نه لري. چين له روسيې سره عادي اقتصادي او سوداګريز فعاليتونه د عادلانه او متقابلو ګټو پر بنسټ ترسره کوي چې د چين مشروع حق دی او بايد ګډوډ نه شي. نوموړي زیاته کړه چې د چین له واضح دریځ سره سره جاپان هم د نورو هېوادونو تر څنګ غیر قانوني بندیزونه لګوي. چين له دې کار سره سخت مخالفت څرګندوي، لين دا هم وويل چې چين به د خپلو قانوني حقونو د ساتنې لپاره لازم اقدامات وکړي.