د غزې تړانګه – شخړه / مرګ ژوبله
ای ډي: 8382309
نېټه: د جون 3/5/8/20/مې 27، 2024
ځای: نور
موده: یوه دقیقه او څلور دیرش ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: ويډیويي صحنې وګورئ
خپور شوی: 2024-06-21 11:35
وروستی سمون: 2024-06-21 12:20
ویډيويي صحنې
د غزې تړانګه جبالیه ښار – د جون 3، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د اوسیدونکو له سیمې څخه د تښتیدلو پر مهال، بیلابیل کنډوالې
د غزې تړانګه دیر البلاح – د جون 5، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۲ـ د الاقصی شهیدانو روغتون ته بیلابیل امبولانسونه رسیدلي، ځایي خلک د پیښې ټپیان روغتون ته رسوي
۳ـ په روغتون کې ګڼ شمیر خلک، زخمیان په فرش باندې پراته دي
د غزې تړانګه رفح ښار – د می 27، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۴ـ د نړیوال طبي قول اردو ساحوي روغتون کې ګڼ شمیر خلک
د غزې تړانګه – د جون 8، 2024 (CGTN)د چینايي وګړو لپاره نه ده
۵ـ بېلابېلې ویجاړې شوې ودانۍ، اوسیدونکي په کنډوالو د تګ او راتګ پر مهال
د غزې تړانګه زیتون ګاونډی، – د می 17، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۶ـ بېلابېلې ویجاړې شوې ودانۍ، په اسمان کې تور لوګ
اسراییل – نیټه نامعلومه (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۷ـ په ټانک باندې د اسراییلو ملي بیرغ
۸ـ ټانک
د غزې تړانګه د رفح ښار – د می 6، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۹ـ اسراییلي ټانکونه د ونو تر شا د یو ځای کیدو پر مهال
۱۰ـ سګرټ څکولو صحنه
بشپړ خبر
د غزې د روغتیايي چارواکو له خوا د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې له مخې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو په بریدونو کې د تېر کال د اکتوبر له اوومې راهیسې ۳۷۴۳۱ فلسطینیان وژل شوي او ۸۵۶۵۳ نور ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د اسراییلي ځواکونو په عملیاتو کې ۳۵ تنه وژل شوي او ۱۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د اسراییلو دفاعي ځواکونو (IDF) د پنجشنبې په ورځ وویل چې اسراییلي ځواکونه لا هم د غزې په مرکزي او جنوبي رفح سیمه کې عملیاتو ته دوام ورکوي.
اسراییلي پوځ د پنجشنبې په ورځ تایید کړه چې احمد السورکا چې د غزې په شمالي ښار بیت حنون کې یې د سنائپر عملیاتو مشري کوله او د اسراییلي ځواکونو پر ضد یې په «ترهګریزو» اعمالو کې ونډه درلوده، د یوې پوځي الوتکې پر مټ وژل شوی دی.
د اسراییلو دفاعي ځواکونو د راپور له مخې، چې پوځ یې په غزه کې د حماس پر مرکزونو پراخ بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې د غزې په مرکزي سيمه کې د هاوان يو سنګر او رفح ته نږدې د راکټ ځايونه ويجاړ کړي دي. دغه راز په یادو بریدونو کې یې د حماس یو شمېر وسله وال هم وژلي دي.