اکوادور – باران / مرګژوبله
ایډي: 8382150
نېټه: د جون 18، 2024
ځای: اکوادور
موده: یوه دقیقه او شپاړس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینایي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-06-20 08:57
وروستی سمون: 2024-06-20 10:42
ويډیويي صحنې
اکوادور کیامیبي ښار – د جون 18، 2024 (CCTV) د چینایي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د ونو ګڼې غورځېدلې څانګې، پل،ګڼ سیندونه
۲ـ بېلابېل اور وژونکي، ځايي اوسېدونکي
۳ـ د سویل سیند بېلابېلې برخې
۴ـ بېلابېل اوسېدونکي، ځمکښویېدنه
اکوادور تونګوراهوا ولایت، – وروستی (CCTV) د چینایي وګړو لپاره نه ده
۵ـ ویډیو کلیپ د ځمکښویېدنې نښې ښیي
اکوادور پاستازا ولایت، – وروستی (CCTV) د چینایي وګړو لپاره نه ده
۶ـ د سېلابونو بېلابېل ویډیويي کلیپونه؛ د سېلاب ځپلو سیمو اوسېدونکي
بشپړ خبر
د سویلي امریکا په اکوادور هېواد کې د یکشنبې له ورځې راهیسې د ځمکښویېدنې او شدیدو بارانونو له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي، پنځه تنه ورک شوي او ۱۴۰۰نور د ناورین له امله سخت زیانمن شوي دي.
د اکوادور د خطراتو ملي ادارې دارالانشا د سې شنبې په ورځ د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د ۷۹ سیمو څخه د باران اړوند ناورینونو راپور ورکړ،چې تر ټولو زیانمنې سیمې تونګوراهوا، چیمبورازو، مورونا سانتیاګو او ناپو ولایتونه یاد شوي دي.
په ورته مهال د اکوادور هېواد د هوا پېژندنې او هایدروولوژي انستیتیوت د یکشنبې او سې شنبې ترمنځ په ۱۳ سیندونو کې د سېلابونو راپور ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د اکوادور حکومت تر ټولو سخت ځپلو سیمو ته اور وژونکي ټیمونه لېږل شوي او د هغو کارکوونکو کاري ساعتونه یې غځولي چې درانه ماشینونه کاروي، څو سړکونه او فرعي لارې پاکې کړي او د ممکنه خطراتو مخه ونیسي.
د هوا پېژندونکو په قول وړاندوېینه کېږي چې د اکوادور امازون سیمه به په راتلونکو ورځو کې د لا سخت باران سره مخ شي.