د چین د بهرنیو چارو وزارت خبرتیا/پولنډ
ای ډي: 8381813
نیټه: د جون 17، 2024
ځای: چین
موده: ۴۲ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-06-18 01:59
وروستی سمون: 2024-06-18 03:43
ویډيويي صحنې
بیجینګ، چین – د جون 17، 2024 (CCTV) د چینایي وګړو لپاره نه ده
۱ـ بېلابېل مطبوعاتي خبرتیاوې روانې دي،خبریالان
۲ـ د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند لين جيان
۳ـ خبريالان
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لي جيان د دوشنبې په ورځ په بېجينګ کې د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وويل، چين په بشپړه توګه چمتو دی چې له پولنډ سره د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ د لا زيات پرمختګ لپاره هڅې وکړي.
نوموړي ویاند دغه څرګندونې چین ته د پولنډ د ولسمشر اندریز دودا د راتلونکي سفر په اړه د رسنیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.
نوموړي ویاند د خپلو خبرو په دوام سره وویل، چې پولنډ يو له مخکښو هېوادونو څخه و چې د چين ولسي جمهوريت يې په رسميت وپېژانده.
بل خوا په دې وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په پر له پسې توګه ښه وده کړې. سږ کال هم د چين او پولنډ ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۷۵مې کليزې سره برابر دی. نوموړي زیاته کړه چين چمتو دی چې له پولنډ سره د لوړې کچې تبادلې ته دوام ورکړي، پياوړی سياسي باور رامنځته کړي، متقابلې ګټورې همکارۍ ژورې کړي او له نوي پيل څخه د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ په برخه کې لا زياتې لاسته راوړنې ولري.