مزارشریف ښار کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي نندارتون پایته ورسېد. د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي په دغه درې ورځني نندارتون کې له ۲۱ ډېر هوکړه لیکونه هم لاسلیک شوي دي. دغه نندارتون کې ډېری غرفې د متشبثو میرمنو لپاره ځانګړې شوې وې او دوی د تازه مشتریانو وړاندیزونو ترلاسه کولو او جلب څخه خوښې ښيي. له دې سره هممهاله یو شمېر شرکتونو د لیدونکو هڅونې او مشتریانو جذب په موخه د کور لوازم، موټرسایکل او حتی موټر په جایزو کې ورکول. دغه درې ورځنی نندارتون چې له تېرې دوشنبې ورځې د کار نړیوال سازمان له لوري په ۱۳۰ غرفو کې جوړ شوی پنجشنبه ماښام پایته ورسېد. د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسوولینو په خبره له پنځو زرو ډېر لېدونکو له دغه نندارتون لېدنه کړې او د تېر په پرتله یې د پلور کچه لوړه وه.