د چین غړی هېواد/ یونیسکو/د تخنیکي همغږۍ لپاره د نړیواله شورا
ایډي: 8381311
نېټه: وروستۍ
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او څوارلس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-06-14 07:31
وروستی سمون: 2024-06-14 07:35
ویډويي صحنې
فرانسه پاریس – اپرېل 18، 2017 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) ودانۍ
فرانسه پاریس – د نومبر 9، 2021 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۲ـ د یونیسکو مختلفې نښې
چین بېجینګ – د اکتوبر 22، 2023 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۳ـ بېلابېل نندارتونونه، د اوبدلو صنعت کار
۴ـ بېلابېل نندارتونونه
چین بېجینګ، – د اکتوبر 17، 2023 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۵ـ ګڼ شمېر مېرمنې چې په جوړولو بوختې دي
۶ـ د هنرمند نقاشي اوپیرا ماسک
فرانسه پاریس – د می 6، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
7ـ د یونېسکو د مرکزي دفتر ودانۍ
۸ـ د یونیسکو د مرکزي دفتر د ودانۍ مخکې مجسمه
بشپړ خبر
د چين د کلتور او ګرځندوی وزارت د خبر له مخې، چين د سې شنبې په ورځ د ۲۰۲۴ څخه تر ۲۰۲۸ کال پورې د غير محسوسو کلتوري ميراثونو د ساتنې د بين الحکومتي کمېټې غړی وټاکل شو.
دا پرېکړه د غیر محسوسو کلتوري میراثونو د ساتنې کنوانسیون ته د غړو هېوادونو د عمومي اسامبلې په لسمه غونډه کې چې د دوشنبې څخه تر پنجشنبې ورځې پورې د ملګرو ملتونو د تعلیمي، ساینسي او کلتوري سازمان (یونیسکو) په مرکز پاریس کې جوړه شوې وه، وړاندې شوه.
د یادې کمېټې اصلي دندې د کنوانسیون اهدافو ته وده ورکول، د غوره اقداماتو لارښود چمتو کول، او د غیر محسوسو کلتوري میراثونو (ICH) د ساتنې لپاره د اقداماتو په اړه سپارښتنې وړاندې کول دي.
سربېره پر دې چې دغه کمېټه په لېستونو کې د غیر محسوسو کلتوري میراثونو د درج لپاره د هېوادونو لخوا وړاندیز شوې غوښتنې او همدارنګه د برنامو او پروژو وړاندیزونه څېړي. دغه راز کمېټه د نړیوالو مرستو د تهیې مسولیت هم پر غاړه لري.








