د غزې تړانګه – شخړه / مرګ ژوبله
ایډي: 8381338
نېټه: د جون 13/8، 2024
ځای: بل
موده: یوه دقیقه او دوه وویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV) او(CGTN)
محدودیتونه: ویډیويي صحنې وګورئ
خپور شوی: 2024-06-14 18:00
وروستی سمون: 2024-06-14 18:39
ویډیويي صحنې
د غزې تړانګه – د جون 8، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د اسراییلو د هوايي بریدونو په پایله کې ویجاړې شوې ودانۍ، اوسېدونکي په کنډوالو کې د تګ او راتګ پر مهال
د غزې تړانګه – د جون 6، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۲ـ د ویجاړ شوي ښوونځي د ودانۍ داخلي برخې، بې ځایه شوي خلک د کثافاتو د لټولو پر مهال
د غزې تړانګه جبالیه ښار – د جون 3، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۳ـ بېلابېلې کنډوالې، ګڼ شمېر خلک له سیمې څخه د تېښتې پر مهال، کثافات
د غزې تړانګه دیر البلاح، – د جون 5، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۴ـ په روغتون کې خلک، يو تن ټپي اوسېدونکی په فرش پروت دی
۵ـ ډېری ځایي خلک د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدوي
د غزې تړانګه خان یونس، – د می 30، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۶ـ د بېلابېلو خېمو بې ځایه شوي فلسطینیان
بشپړ خبر
د غزې روغتیايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ ویلي چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د روانو بریدونو له کبله د فلسطینیانو د مړو شمېر ۳۷۲۳۲ کسانو ته رسېدلی دی،
چارواکو په یوه بیان کې ویلي، د اسراییلو پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰ فلسطینیان وژلي او ۱۰۵ نور یې ټپیان کړي، چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې د فلسطین او اسراییلو ترمنځ په جګړه کې د ټپیانو شمېر ۸۵،۰۳۷ ته رسېدلی دی.
د اسراییلو د پوځ ویاند اویچای ادرای د پنجشنبې په ورځ وویل چې اسراییلي ځواکونو د غزې په جنوبي ښار رفح او د غزې تړانګې په مرکزي سیمو کې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
په دغه بیان کې ویل شوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اسراییلي ځواکونو په مخامخ نښتو کې د غزې په تړانګه کې د ترهګرۍ په نوم عملیاتو ته دوام ورکړی او په تېرو څو ساعتونو کې یې د هغه کس په ګډون چا چې د تېر اکتوبر په ۷ مه نېټه بریدونو کې برخه اخیستې وه۱۰ نور کسان هم ورسره وژلي دي.
د ویلو ده چې اسراییلو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه د اسراییلو د سویلي پولو له لارې د حماس د غچ اخیستنې په مقابل کې د غزې په تړانګه کې د حماس پر خلاف په پراخه پیمانه بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه اسراییل ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ تنه یرغمل شول.








