د چین د زرغونې برېښنا لګښت/جنوري- مې
ایډي: 8381171
نېټه: د جون 12، 2024
ځای: چین؛
موده: یوه دقیقه او اوویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-06-13 10:06
وروستی سمون: 2024-06-13 11:00
ویډيويي صحنې
چین – دقیق ځای او نېټه نامعلومه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ له هوا څخه د سولر تختو ویډیويي صحنې
۲ـ له هوا څخه د برېښنا تولید زیربناوو ویډيويي صحنې
۳ـ د بادي برېښنا توربینونو ویډيويي صحنې
۴ـ له هوا څخه د برېښنا د لېږد زېربناوو ویډيويي صحنې
د چین شمال لوېدیځ چین – د اپرېل 1، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۵ـ له هوا څخه د میرډنګ د برېښنا مرکز ویډیويي صحنې
۶ـ د میرډنګ د اوبو برېښنا مرکز پنځه بېلابېلې برخې د فعالیت کولو پر مهال
چین – دقیق ځای او نېټه نامعلومه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۷ـ د چارج کولو مرکز کې بېلابېل برېښنایي وسایط
بشپړ خبر
د چين د برېښنا شورا د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر مې مياشتې پورې د چين د زرغونې برېښنا د لګښت عمومي حجم ۱۸۷.۱ میليارد کيلوواټه پر ساعت ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله درې برابره زياتوالی ښيي.
د چین برېښنایي شرکت د راپور له مخې، دغه ګړندۍ وده ښیي چې چین په چټکۍ سره د داسې اقتصاد په لور روان دی چې ټیټ کاربن خپروي.
راپور زیاتوي چې زرغونه برېښنا په عمده توګه د باد او لمر انرژي څخه تولید شوي بریښنا ته ترجیح ورکوي.
د دې شورا اجرایوي مرستیال یانګ کن وايي، د انرژۍ، مخابراتو، فولادو او انټرنيټ ټېکنالوژۍ په شان صنعتونه د چين له زرغونې بريښنا څخه ډېره ګټه اخلي. او دغه راز د انرژۍ، فولادو او انټرنیټ زېربناوو سکتورونه د برېښنا تر ټولو لوی مصرف کوونکي دي.
د یادولو ده چې تېر کال د چين د زرغونې برېښنا د سوداګرۍ عمومي حجم د لومړي ځل لپاره له ۱۰۰ میلياردو کيلو واټه پر ساعت څخه اوښتی چې په ساعت کې ۱۰۵.۹ میلياردو کيلوواټو ته رسېدلی چې د تېر کال په پرتله ۲۸۱.۴ سلنه زياتوالی ښیي.








