د اطلاعاتو او کلتور وزارت له تاریخي آبداتو څخه د ساتنې د کېمټې تر جوړیدو وروسته په خپل لومړي اقدام کې د کابل ښار د شادو شمشیره په سیمه کې د کابل سیند دواړو غاړو ته پخوانۍ هټۍ بیرته په خپله پخوانۍ بڼه بیا رغولې او وايي، چې په کابل ښار کې به ټولې هغه تاریخي ودانۍ بیرته ورغول شي، چې د نړیدو ګواښ یې زیات دی.