د چین – یوریشیا نندارتون / مهالویش
ای ډي: 8381160
نېټه: د جون 12، 2024
ځای: چین
موده: ۵۶ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-06-13 07:09
وروستی سمون: 2024-06-13 07:13
ویډیويي صحنې
چین بیجینګ – 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د سوداګرۍ وزارت بېلابېل مرکزونه
چین بېجینګ – د جون 12، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۲ـ بېلابېل مطبوعاتي کنفرانسونه روان دي ، چارواکي په دريځ باندې د خبرو کولو پر مهال
شمال لوېدیځ چین د شینجیانګ اویغور کورواکه سیمه د اورومچي ښار- اګست 17-21، 2023 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۳ـ له هوا څخه د چین او یوریشیا نندارتون د ځای ويډيويي صحنې
۴ـ ګڼ شمیر نندارچيان، خېمې
۵ـ په نندارتون کې بېلابېل ډرون، روبوټونه، او ماشینونه
۶ـ مېوه
۷ـ په نندارتون کې د بادې بریښنايي توربین بیلابیل ماډلونه
۸ـ په نندارتون کې ګڼ نندارچیان، لیدونکي
بشپړ خبر
د چين سوداګرۍ وزارت د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې د چين او يوريشيا یا اسیا او اروپا اتم نندارتون به د جون له ۲۶مې نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې د چين په شمال لوېديځ د شينجيانګ په اورومچي ښار کې تر سره شي.
د راپور له مخې، د سږ کال په نندارتون کې به له چين او نړۍ څخه څه دپاسه زر چيني او نړيوال سوداګريز شرکتونه او سازمانونه ګډون وکړي.
دغه نندارتون به د جون په وروستۍ اونۍ کې په اورومچي ښار کې پیل شي، چې د کرنې، ټوکر او انرژۍ په ګډون د بېلابېلو سکتورونو استازي به پکې ګډون وکړي.
د یادونې ده چې په یاد نندارتون کې به د ملګرو ملتونو سازمان دوې ادارې د صنعتي پراختیا اداره (UNIDO) او دغه راز د جنوب-جنوب قطب د همکارۍ لپاره د ملګرو ملتونو اداره (UNOSSC) به هم ګډون وکړي او د هغو پروژو لاسته راوړنې به وړاندې کړي چې د ملګرو ملتونو د ادارو لخوا په وروستیو کلونو کې د جنوب-جنوب همکارۍ ته یې وده ورکړې ده.
په دې نندارتون کې دوه کاله مخکې د ۹۶۰ میلیاردو یوانو (چې شاوخوا 130 میلیارد امریکایي ډالر کېږي) په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي.
د چين د سوداګرۍ وزارت وايي هيله لري چې سږ کال به د همکارۍ لا نوي فرصتونه رابرابر کړي.








