د غزې تړانګه – شخړه / مرګ ژوبله
ایډي: 8380949
نېټه: د جون 6/8/9، 2024
ځای: نور
موده: یوه دقیقه او پنځه ویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: ویډيويی صحنې وګورئ
خپور شوی: 2024-06-12 00:09
وروستی سمون: 2024-06-12 04:34
ویډيويي صحنې
د غزې تړانګه دیر البلاح، – د جون 9، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د الاقصی شهیدانو روغتون ته د بېلابېلو زخمیانو د رسیدو مهال
د غزې تړانګه دیر البلاح، – د جون 9، 2024 (د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر د چینايي وګړو لپاره نه ده
۲ـ په روغتون کې ګڼ ټپي ماشومان
۳ـ بېلابېل ډاکټران چې په روغتون کې د ټپیانو په درملنه بوخت دي
د غزې تړانګه – د جون 8، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۴ـ د نصیرات کمپ باندې د اسراییلو د هوایي برید وروسته بېلابېلې ویجاړ شوې ودانۍ، خلک په کنډوالو د تګ او راتګ پر مهال
د غزې تړانګه د نصیرات کډوالو کمپ – د جون 8، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۵ـ د اسراییلو په بریدونو کې بېلابېلې ویجاړې شوې ودانۍ، اوسېدونکي
د غزې تړانګه – د جون 6، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۶ـ په کمپ کې د ویجاړ شوي ښوونځي ودانۍ باندې د ملګرو ملتونو بیرغ
۷ـ د ویجاړ شوي ښوونځي ودانۍ ګڼې داخلي برخې، بې ځایه شوي خلک د هغه څه په لټولو بوخت دي چې پاتې شوني دي
بشپړ خبر
د حماس روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د تېر اکتوبر راهیسې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو په روانو بریدونو کې ۳۷,۱۲۴ فلسطینیان وژل شوي او ۸۴,۷۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت د تازه معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو پوځ په غزه کې پنځه پوځي عملیات کړي چې په پایله کې یې ۴۰ تنه وژل شوي او ۲۱۸ نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې دوشنبې په ورځ په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په دریو پړاوونو کې د هراړخیز اوربند د ترلاسه کولو په هدف یو پرېکړه لیک تصویب کړ.
دغه ۲۷۳۵پرېکړه لیک، چې په اکثریت مثبتو رایو سره تصویب شو خو روسیې یې له رایې ورکولو ډډه وکړه.
په یاد پرېکړه ليک کې ويل شوي چې اسراييلو دا تړون منلی دی او پر حماس يې غږ کړی چې ورته کار وکړي.
په ورته مهال حماس د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د دې پرېکړه لیک هرکلی کوي او چمتو دی چې د خلکو او مقاومت له غوښتنو سره سم د خپلو اصولو د پلي کولو لپاره د غیر مستقیمو خبرو اترو لپاره له منځګړو سره همکاري وکړي. په دې کې په غزه کې د دایمي اوربند ټینګول، د اسراییلي ځواکونو بشپړ وتل، د بندیانو تبادله او د بیارغونې هڅې شاملې دي.








