د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي، دا مهال په افغانستان کې ۱۹ فیصده ماشومان په کارونو لګیا دي. اوچا دغه څرګندونې نن پر خپله ټویټر پاڼه د ماشومانو له کار سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت کړې دي. دغه سازمان ویلي، د کارګرو ماشومانو اوسنیو شمېرو د افغان ماشومانو د راتلونکې په اړه دوی اندېښمن کړي دي. اوچا ټینګار کړی چې هر ماشوم د زدهکړو د فرصت او په خوندي چاپېریال کې د ژوند حق لري. بل لورته د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیوایفپي تازه ویلي، په افغانستان کې څه باندې درې میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.