د متحده عربي امارات، د ډرېګن بوټ فسټیوال / سي ام جي
ایډي: 8380824
نېټه: د جون 7-8، 2024
ځای: متحده عربي امارات
موده: یوه دقیقه او دولس ثانیې
سرچینه: (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-06-11 04:36
وروستی سمون: 2024-06-11 05:12
ويډيويي صحنې
متحده عربي امارات دوبۍ – د جون 8-9، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د دوبۍ په چینا مارکېټ کې د نمانځنې لپاره بېلابېل فعالیتونه ترسره کېږي
۲ـ غږ (انګلیسي) د سویلي افریقا یو تن ګرځندوی پرګی نایدو، د درېېمې صحنې سره پای ته رسېږي.
۳ـ د ښځو لخوا د کاغذ پرې کولو بېلا بېل فعالیتونه
۴ـ د کاغذ پرې کولو ځای، ګڼ خلک
۵ـ غږ (چینایي په انګلیسي ژبه ویل شوې ده) په دوبۍ کې چینایي تبعه جیانګ شیاوشان
۶ـ بېلابېل، سکرین د ترویج ویډیو انځورنه ښیي
۷ـ په نندارتون کې د CMG ګڼ کلتوري، تخلیقي محصولات
بشپړ خبر
د چين میډیا ګروپ روانه اونۍ د شنبې څخه تر دوشنبې پورې د دوبۍ په چینا ټاون بازار کې د ځانګړې غونډې په ترسره کولو سره یاد ښار ته د ډرګېنبوټ فسټيوال معرفي کړ.
د ډرګېنبوټ فسټیوال چې په دودیز ډول د چینایي سپوږمیز کال د پنځمې میاشتې په پنځمه ورځ نمانځل کېږي. سږ هم د دوشنبې په ورځ ونمانځل شو.
د چین میډیا ګروپ په یاد بازار کې په دې تړاو ځانګړې ننداره ترسره کړه. دغه فسټیوال چې نوم یې «د ډرګېنبوټ فسټیوال کلتور تجربه کړئ» نومېده پکې زیات تخلیقي او کلتوري محصولات نندارې ته وړاندې شول، ځانګړې ډالۍ، بکسونه، ډرگېن پلېټونه او د چین میډیا ګروپ د ودانیو بلاکونه چې کوچني کوچني جوړ شوي و.
د سویلي افریقا څخه راغلې سیلاني پریګې نایډو د دې فسټیوال په لیدو متاثره شوې وه. هغې وویل: ما دا په تلویزیونونو کې لیدلي و، مګر دا زما لومړی ځل دی چې سر په سترګو دومره ښکلی، جالب او لوی څه وینم. نوموړې د کاغذ د پرې کولو سره خپله علاقه څرګنده کړه، په ځانګړې توګه هغه تخنیک ته یې اشاره وکړه چېرې چې هنرمندان د کاغذ د یوې ټوټې په پرې کولو سره پېچلي ډیزاینونه رامنځته کوي پرته له دې چې مخکې له مخکې نقشه جوړه کړي. هغه وایي دا زما لپاره خورا اغېزناکه چاره وه.
یو بل سیلاني جیانګ شیاوشان، چې د چین ښاروند دی مګر په دوبۍ کې ژوند کوي وایي، ما یو بوک مارک یا نښه ترلاسه کړه چې په هغه کې د چین کلمه لیکل شوې، دغه راز د کاغذ عکس او یوه کوچنۍ کڅوړه چې ښه بوی لري، که څه هم موږ له هېواد بهر یو خو دغه څه موږ ته داسې احساس راکړ لکه چې موږ یاد فسټیوال په خپل هېواد کې نمانځو . په دې سره هغه د خپل هېواد سره خپله مینه څرګنده کړه.
په یاد فسټیوال کې د چين او متحده عربي اماراتو ترمنځ د کلتوري تبادلې د لا پياوړتيا لپاره په عربي او انګليسي ژبو د چین مېډیا ګروپ CMG پروګرامونه هم خپاره شول.








