د روسیې-چین بهرنیو چارو وزیر/برېکس غونډه
ایډي: 8380888
نېټه: د جون 10، 2024
ځای: چین
موده: ۵۶ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-06-11 07:51
وروستی سمون: 2024-06-11 10:59
ويډیويي صحنې
نزني نوګورود، روسیه – د جون 10، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ په برېکس کې د بهرنیو چارو وزیرانو بېلابېلې غونډې روانې دي. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړی د وینا کولو پر مهال
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د دوشنبې په ورځ د روسيې په نېژني نووګورود کې د برېکس هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ.
په یاده غونډه کې د چين د کمونېست ګوند غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وویل، چې د برېکس هېوادونو ترمنځ په تېر کال کې پياوړې او چټکې همکارۍ ليدل شوې دي. هغه ټینګار وکړ چې د برېکس هېوادونه باید د برېکس ستراتیژیک اهمیت او سیاسي اغېزو څخه ګټه پورته کړي او برېکس د مخ پر ودې بازارونو او مخ پر ودې هېوادونو پر بنسټ د څو اړخیزو همکاریو یو نوی، په نړیواله کچه متمرکز، پرانیستی او ټول شموله همکاریز میکانیزم جوړ کړي. نوموړی وايي، چې د دې موخې لپاره، هېوادونه باید د نړۍ په کچه په ګډه کار کولو کې خپل باور پیاوړی کړي د راتلونکي پرمختګ لپاره یو نوی پلان جوړ کړي، دغه راز د سولې او امنیت ساتلو ته ژمن پاتې شي، د تودو مسئلو د سیاسي حل لپاره نوښتګره هڅونه چمتو کړي او په خپلو بنسټیزو هیلو کې ټینګ پاتې وي.. د یادونې وړ ده چې د غونډې پر مهال ټولو هېوادونو د برېکس همکارۍ او د نړیوالو او سیمه ییزو مسئلو په اړه ژورې مفکورې او خبرې اترې تبادله کړې او د غونډې په پای کې یې یوه ګډه اعلاميه هم خپره کړه.








