د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو این ډي پي) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې په افغانستان کې یو میلیون او ۱۳۳ زره او ۴۰۰ کسان له لمریزې برېښنا برخمن شوي دي. یاد بنسټ زیاته کړې چې د دغو کسانو له ډلې ۴۴ سلنه یې ښځې دي. د خبرپاڼې په له مخې، په دغه پروګرام کې د روغتیايي، ښوونیزو او ټولنیزو مرکزونو او بېوزلو کورنیو ته د لمریزې برېښنا د توکو برابرول شامل دي. د یادونې ود ده، چې تېر کال هم د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي و، چې وارداتي برېښنا یوازې د ۴۰ سلنه افغانانو اړتیا پوره کوي او په ژمي کې یې اړتیا بیخي ډېره ده.