د غزې تړانګه – شخړه / مرګ ژوبله
ایډي: 8380766
نېټه: د جون 8/6/5 2024
ځای: نور
موده: یوه دقیقه او یوویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV) او(CGTN)
محدودیتونه: ویډيويي صحنې وګورئ
خپور شوی: 2024-06-10 19:43
وروستی سمون: 2024-06-10 19:47
ویډيويي صحنې
د غزې تړانګه – د جون 8، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱- د نصیرات مهاجر کمپ باندې د اسراییلو د هوایي برید وروسته بېلابېلې ویجاړې شوې ودانۍ، خلک په کنډوالو کې د تګ او راتګ پر مهال
د غزې تړانګه – د جون 6، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۲ـ په کمپ کې د ویجاړ شوي ښوونځي ودانۍ باندې د ملګرو ملتونو بیرغ
۳ـ د ویجاړ شوي ښوونځي ودانۍ بېلابېلې داخلي برخې، بې ځایه شوي خلک د هغه څه د لټولو په حال کې دي چې پاتې شوني دي
د غزې تړانګه دیر البلاح، – د جون 5، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۴ـ په روغتون کې بېلابېل خلک، ګڼ شمېر زخمیان په فرش باندې پراته دي
۵ـ ډېری ځایي خلک د پېښې ټپیان روغتون ته د لېږدولو پر مهال
د غزې تړانګه یونس خان ښار ، – د مې 30، 2024 د چینايي وګړو لپاره نه ده
۶ـ بېلابېلې خېمې، بې ځایه شوي فلسطینیان
بشپړ خبر
د حماس روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي، چې د تېر کال اکتوبر میاشتې راهیسې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو په روانو عملیاتو کې شاوخوا ۳۷۰۸۴ فلسطینیان وژل شوي او ۸۴۴۹۴ نور ټپیان شوي دي.
د فلسطین رسمي خبري اژانس WAFA د راپور له مخې، اسراییلي پوځیانو د غزې تړانګې په شمال کې د نصیرات، مغازي، بریج او دیر البلاح او همدارنګه دراج په ګډون په غزه کې د کډوالو پر څو کمپونو او سیمو بریدونه کړي دي. چې په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
یاد خبري اژانس دا هم ویلي، چې اسراییلي ځواکونو د لوېدیځې غاړې د نابلس په سویلي عریف کلي برید کړی چې له امله یې د یوه ماشوم په ګډون شپږ فلسطینیان ټپیان شوي دي.
تر اوسه پورې د اسرائیلو پوځ د دغو دوو راپورونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
په ورته وخت کې القسام د یکشنبې په ورځ وویل، چې د اسراییلو پوځ یوه ورځ مخکې د نصیرات د کډوالو په کمپ کې د څلورو یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په عملیاتو کې د یوه امریکایي تبعه په ګډون درې تنه نور بندیان ووژل.
بل خوا اسراییل ادعا کوي چې د شنبې په ورځ یې د نصیرات د کډوالو په کمپ کې له سلو څخه زیات فلسطینیان وژلي خو د غزې د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د اسراییلو په عملیاتو کې ۲۷۴ فلسطینیان وژل شوي او ۶۹۸ نور ټپیان شوي دي.








