چین-شانګهای/جرمني/د بار وړونکي کرښه
ایډي: 8380675
نېټه: وروستۍ
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او شل ثانیې
سرچینه: (CCTV)او(CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-06-10 04:49
وروستی سمون: 2024-06-10 07:46
ویډیویي صحنې
چین شانګهای – وروستی (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د اورګاډي په سټیشن کې د کانټینرونو، کرینونو، موټرو هوايي ډزې
۲ـ غږ (چینایي) د شانګهای د اورګاډي سټیشن ګمرک د ریل پټلۍ د څارنې ریاست مرستیال
صحنې په غږ باندې پوښل شوې دي
۳ـ په ګمرکونو کې ګڼ شمېر کارکوونکي د کار کولو پر مهال
صحنې په غږ باندې پوښل شوې دي
۴ـ د کرین د ساتلو بېلابېل کانټینر
۵ـ غږ (انګلیسي) د ځمکني ټرانسپورټ لپاره د DB شینکر بورډ غړی کریسټین ډرینټین
صحنې په غږ باندې پوښل شوې دي
۶ـ د اورګاډي ويډیويي صحنې چې د اورګاډي په پټلۍ کې روان دی
۷ـ بېلابېل کارکوونکي، د چین جوړ شوي محصولات
صحنې په غږ باندې پوښل شوې دي
چین – دقیق ځای او نېټه نامعلومه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۸ـ د چین او اروپا بار وړونکی اورګاډی په لاره روان دی
بشپړ خبر
د چين او اروپا لومړنى مستقيم باروړونکی اورګاډی د شانګهای څخه د لوېديځ المان د دوسلدورف او نيوس ترمنځ ښارونو ته خپل ترانسپورتي خدمت پيل کړ.
دغه اورګاډی د شنبې په ورځ له شانګهای څخه خپل سفر پیل کړ او د لوېدیځ په لور روان شو. چې د موټرو پرزې، میخانیکي وسایل او سولري تختو په شمول د لوړ ارزښت لرونکي صنعتي محصولاتو له سلو څخه ډېر کانټینرونه پکې بار شوي و.
د ویلو ده چې د يوروشيا په ١٢ هېوادونو کې تر سلو زيات ښارونه اوس د اورګاډي له لارې له شانګهای سره نښلول شوي دي. او دغه راز به اتریش ته هم نوې کرښه ډېر ژر پیل شي.
د شانګهای د اورګاډي په ګمرکونو کې د اورګاډي د څارنې د څانګې مرستيال وي وي وايي، چې لومړۍ کرښه د ځانګړو نړيوالو اورګاډيو په څېر ده چې تل په يو وخت وځي او هم ورته لاره تعقيبوي. دغه راز ګمرکونه به د ځانګړو خدماتو کړکۍ او وقف شوي پرسونل له لارې مشورې او لارښوونې چمتو کړي، څو د اصلي کرښو د ښه فعالیت تضمین وکړي.
په ورته مهال کې د المان د ریل پټلۍ د ځمکني ټرانسپورټ غړي کریسټین ډرینټین وویل، چې دا یو ځل بیا یو نوی نوښت دی چې د باور وړ خدمتونه وړاندې کوي. دا نه یوازې چین بلکې د اسیا بشپړ ځمکني ترانسپورت شبکه د اروپا د ځمکني ترانسپورت شبکې سره نښلوي. او له دې سره، کولی شي پېرودونکو ته د اعتبار وړ او خورا دوامداره محصول وړاندې کړي او دغه راز به پېرودونکو ته د دوی د محصولاتو لېږد لپاره بل ارزښتناک انتخاب چمتو کړي.








