د روسیې-اقتصادي فورم / د همکارۍ تړونونه
ایډي: 8380661
نېټه: د جون 8/7/6/4 2024
ځای: روسیه
موده: یوه دقیقه او اته ویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-06-10 00:31
وروستی سمون: 2024-06-10 02:34
ویډیويي صحنې
روسیه سینټ پیټرزبورګ، – د جون 6، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د سینټ پیټرزبورګ ۲۷م نړیوال اقتصادي فورم (SPIEF) ته د ګډون کوونکو هېوادونو ملي بیرغونه
۲ـ په فورم کې ګڼ شمېر لیدونکي، د نندارتون لنډمهاله خېمې
۳ـ بېلابېل فرعي فورمونه روان دي. مېلمانه، ګډونوال
روسیه سینټ پیټرزبورګ، – د جون 7، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۴ـ بېلابېل فرعي فورمونه روان دي. مېلمانه، ګډونوال
روسیه سینټ پیټرزبرګ – د جون 4، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۵ـ بېلابېل د نښان بېلبورډونه
بشپړ خبر
د راپورونو له مخې، د سینټ پیټرزبرګ سازمان تنظیموونکې کمېټې د شنبې په ورځ خبر ورکړی چې د روسیې په لوی اقتصادي فورم کې نږدې زر همکاريزې موافقې لاسلیک شوې دي.
د یاد سازمان تنظیم کوونکو ویلي، چې د سینټ پیټرزبرګ ۲۷م نړیوال اقتصادي فورم (SPIEF) چې د چهارشنبې څخه تر شنبې پورې د روسیې په دوهم لوی ښار کې پیل شوی و، د ۱۳۹ هېوادونو او سیمو څخه نږدې ۲۱۰۰۰ استازي راغلي و او نږدې زر همکاریز تړونونه چې ټول ارزښت یې ۶.۴ ټریلیون روبل یا هم شاوخوا ۷۱ میلیارد امریکایي ډالره و په دې فورم کې لاسلیک شوي دي.
د یاد فورم، چې موضوع یې “د څو قطبي نړۍ د بنسټ ډبرې په توګه د ودې د نویو ساحو جوړښت” دی، د روسیې، مخ پر ودې بازارونو او نړۍ لپاره مهم اقتصادي موضوعات روښانه کړل.
د یادونې وړ ده چې په یاد څلور ورځني فورم کې د نړۍ د اقتصادي لېږد څخه د پرمختللې ټېکنالوژۍ پراختیا پورې موضوعاتو سیمینارونو، خبرو اترو او ځانګړو بحثونو په شمول له ۴۰۰ څخه ډېر سوداګریز فعالیتونه ترسره کړي دي.








