د غزې تړانګه-نصیرات کمپ/بریدونه/ملګري ملتونه
ایډي: 8380620
نېټه: د جون 8/6، 2024
ځای: بېلابېل ځایونه
موده: یوه دقیقه او شپږ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-06-09 14:38
وروستی سمون: 2024-06-09 14:42
ويډیويي صحنې
د غزې تړانګه – د جون 6، 2024 (CCTV) د چینآيي وګړو لپاره نه ده
۱ـ په نصرت کمپ کې د ویجاړ شوي ښوونځي بېلابېلې ودانۍ، لارۍ، بې ځایه شوي خلک، د ملګرو ملتونو بیرغ
۲ـ د ویجاړ شوي ښوونځي ودانۍ ګڼې داخلي برخې، بې ځایه شوي خلک
۳ـ د ښوونځي ویجاړې شوې ودانۍ، لارۍ
۴ـ د ویجاړ شوي ښوونځي ودانۍ داخلي برخه
۵ـ ډېری بې ځایه شوي خلک د ویجاړ شوي ښوونځي له ودانۍ څخه د بیا کارولو لپاره د توکو د لټولو پر مهال
۶ـ د ودانیو په ویجاړ شوي پوړ کې توکي
د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، نیویارک ښار – نېټه نامعلومه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۷ـ د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر
۸ـ د ملګرو ملتونو بیرغ
۹ـ د ملګرو ملتونو نښان
۱۰ـ د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، سیند
بشپړ خبر
د فلسطین رسمي خبري اژانس (WAFA) د شنبې په ورځ خبر ورکړ. چې د فلسطین ولسمشر محمود عباس په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي ته ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه وکړي. چې موخه یې د غزې په مرکزي برخه کې د نصیرات کډوالو کمپ باندې د اسراییلو د بریدونو د پایلو په اړه خبرې کول دي.
په راپور کې راغلي، چې عباس د عربي او نړیوالو شریکانو سره په ژورو ډیپلوماتیکو هڅو کې بوخت دی څو د بېړنۍ غونډې د تنظیمولو لپاره کار وکړي، چې موخه یې د فلسطین د خلکو په وړاندې د “د اسراییلو روان یرغل” په نښه کول او اسراییل مجبورول دي چې د نړیوال قانون پرېکړه لیکونه ومني.
عباس په غزه او لوېدیځه غاړه کې د رامنځته شوي بشري ناورین د مخنیوي لپاره د نړیوالې مداخلې په بېړنۍ اړتیا ټینګار وکړ، او زیاته یې کړه چې اسراییل د “جنایتونو” د ترسره کولو لپاره د نړیوالو له چوپتیا او د متحده ایالاتو له ملاتړ څخه ناوړه ګټه پورته کوي.
د غزې په تړانګه کې د حماس دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د شنبې په ورځ د اسراییلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۱۰ تنه فلسطینیان وژل شوي او څه باندې ۴۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
دراپورنو له مخې، ټپیان په دیر البلاح کې د النصیرات العوده روغتیايي مرکز او د الاقصی شهیدانو روغتون ته وړل شوي دي.
په ورته وخت کې، د اسرایلو پوځ استخباراتي ادارې شین بیت په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په نصیرات هوايي برید کې له دوو جلا سیمو څخه يې څلور اسراییلي یرغمل شوي کسان خوشي شوي دي.
د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو ویاند دانیل هاګاري ویلي، دغه څلور یرغمل شوي کسان د نصیرات د کډوالو د کمپ په زړه کې په دوو ودانیو کې پراته وو.
د سرچینو په وینا، د څلورو برمته شویو له ژغورلو وروسته اوس هم د غزې په تړانګه کې ۱۲۰ اسراییلیان یرغمل پاتې دي چې ۴۳ تنه یې وژل شوي هم دي.
د حماس وسله والې څانګې القسام د شنبې په ورځ وویل چې اسراییلي پوځ د څلورو برمته شویو د خلاصون په عملیاتو کې څو نور یرغمل شوي کسان هم وژلي دي.
القسام په یوه بیان کې د غزې په مرکزي برخه کې د نصیرات په سیمه کې د اسراییلو پوځي عملیات د “پېچلي جنګي جنایت” په توګه غندلي او ویلي یې دي چې “لومړی هغه کسان چې په دې کې زیانمن شوي” اسراییلي یرغمل شوي دي.
د القسام ویاند، ابو عبیده، په یو بیان کې ویلي، چې دا عملیات به د دښمن بندیانو ته لوی خطر رامنځته کړي او د دوی په شرایطو او ژوند به منفي اغېزه وکړي.








