روسیه/اوکراین بحران/تازه
ایډي: 8380625
نټه: د جون 8، 2024
ځای: روسیه اوکراین
موده: یوه دقیقه او شپږ ویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-06-09 18:18
وروستی سمون: 2024-06-09 19:39
ویډيويي صحنې
ځای نامعلوم ده – د جون په 8، 2024 خپور شو (د روسیې د دفاع وزارت) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ بېلابېل عسکر د مرمۍ بارولو او هدف نښه کولو پرمهال،
۲ـ ګڼ عسکر د توپخانې څخه بریدونه کوي
۳ـ د توپونو بېلابېل بریدونه، هدفونه په نښه کېږي
روسیه مسکو – دسمبر 2015 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۴ـ د روسیې د دفاع وزارت د ودانۍ بېلابېلې برخې، د روسیې ملي بیرغ
روسیه مسکو – د مارچ 21، 2023 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۵ـ په کرملېن کې ودانۍ، سیند
روسیه مسکو – نېټه نامعلومه (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۶ـ په کرملېن کې ودانۍ
اوکراین لیواو ښار – د مارچ 12، 2022 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۷ـ د اوکراین ملي بیرغ
اوکراین کیف – 2018 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۸ـ د اوکراین د پارلمان بېلابېلې ودانۍ
فایل: کیف، اوکراین – نیټه معلومه نه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۹ـ د ښار بېلابېل برخې؛ ودانۍ، پلونه، ترافیک
بشپړ خبر
د روسیې پوځ د شنبې په ورځ ویلي، چې د دوی ځواکونه د اوکراین دفاعي کرښې ته چټک پرمختګ کړی، په داسې حال کې چې اوکراین ادعا کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د روسیې پوځي بریدونه په شا تمبولي دي.
په ورته وخت کې د روسیې د دفاع وزارت خبر ورکړی، چې روسي ځواکونو د اوکرایني ځواکونو شپږ بریدونه په شا تمبولي او له بلې خوا یې د اوکراین پر پوځ بریدونه کړي دي او دغه راز یې د روسیې د تور سمندرګي بېړۍ پنځه بې پیلوټه اوکرایني کښتۍ هم زیانمنې کړې دي.
د یاد وزارت په وینا، د روسیې هوايي دفاعي سیستم د اوکراین یوه Mi-8 پوځي چورلکه او یو بله UAV الوتکې هم نسکوره کړې او له هغې څخه یې څو توغندي او راکټونه شنډ کړي دي.
په همدې ورځ د اوکراين د وسله والو ځواکونو لوی درستيز خبر ورکړ چې اوکرایني ځواکونو له روسي پوځیانو سره په ۶۷ جګړیزو اهدافو کې زیاتره په کورخوف او پوکروفسک کې سره مخ شوي دي. په کوپیانسک او پوکروفسک کې، اوکرایني ځواکونو په بریالیتوب سره د روسي ځواکونو د څو بریدونو په وړاندې دفاع کړې او یاد بریدونه یې شنډ کړي دي.
د روسیې د دولتي خبري اژانس RIA د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د شنبې په ورځ وویل چې روسیه به له اټومي قدرتونو سره د خبرو اترو لاره پرانیزي، په هغه صورت کې که متحده ایالات نورې ستراتیژیکې اټومي وسلې ځای پرځای نه کړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ وویل چې د اټومي وسلو کارول یوازې په “استثنایي قضایاوو” کې امکان لري، او زیاته یې کړه چې هغه باور نه لري چې “داسې قضیه د اوس شته وي.








