د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله/نوی مشر/یووالی
ایډي: 8380425
نېټه: د جون 6، 2024
ځای: متحده ایالات
موده: ۴۳ ثانیې
سرچینه: (CGTN)او (CCTV)
محدودیتونه: ويډیويي صحنې وګورئ
خپور شوی: 2024-06-08 10:37
وروستی سمون: 2024-06-08 15:15
ويډیويي صحنې
د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، نیویارک ښار – نېټه نامعلومه (CCTV)د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر
۲ـ د ملګرو ملتونو بیرغ
د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر نیویارک ښار – د جون 6، 2024 (UNTV – یوازې د خبري هدف لپاره/نه آرشیف/نه د نورو تولید کارولو لپاره
۳ـ غږ (انګلیسي) د ملګرو ملتونو د ۷۹مې غونډې مشر فیلیمون یانګ
د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، نیویارک ښار – نېټه نامعلومه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۴ـ د ملګرو ملتونو بیرغ
۵ـ د ملګرو ملتونو نښان او لوګو
۶ـ د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، سیند
بشپړ خبر
د کامرون هېواد پخواني لومړي وزیر فیلیمون یانګ، د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د عمومي اسامبلې د ۷۹مې غونډې مشر وټاکل شو، هغه ویلي، چې د تنوع منل او خبرو اترو ته وده ورکول کولی شي ستونزې حل کړي.
يانګ به روان کال د سپتمبر په لسمه نېټه د ملګرو ملتونو د ۷۸مې غونډې د رئيس د ټرينيډاډ او ټوباګو د ډينس فرانسيس ځای ناستی شي.
ټاکل شوې چې یاد مشر د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ د خپل مهم رول په ټینګار سره، په نړیواله ټولنه غږ وکړي چې څو اړخیزم پیاوړی کړي.
هغه د ټاکنو وروسته په “تنوع کې د یووالي” په اړه خپله نظر او باور څرګند کړ، او دا یې روښانه کړه چې تنوع په ژوند او په ټولو هېوادونو کې شته. نوموړي ټینګار وکړ چې د خبرو اترو، اجماع په لټه کې د راتلونکو ننګونو په حل کولو سره، موږ کولی شو په ګډه ستونزې له منځه یوسو.
نوموړی په ۱۹۴۷ کال زېږېدلی، له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې د کامرون د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې.
هغه د ۱۹۸۴ او ۲۰۰۴ کال ترمنځ کاناډا ته د کامرون د عالي کمیشنر په توګه دنده هم ترسره کړې او دغه راز د ۲۰۲۰ کال د فبروري راهیسې د افریقایي اتحادیې د نامتو افریقایانو د یوې ډلې مشري هم کوي.
د ویلو وړ ده چې د ملګرو ملتونو دې ارګان ته د یوګانډا له (۲۰۱۴) او نایجیریا (۲۰۱۹) کلونو څخه وروسته، کامرون ۱۳م افریقایي هېواد شو چې یو استازی یې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د رییس په توګه ټاکل شوی دی.








