د غزې تړانګه – شخړه / مرګ ژوبله
ای ډي: 8380483
نېټه: د جون 5/3، 2024
ځای: نور
موده: یوه دقیقه او شپږ ویشت ثانيې
سرچینه: (CCTV) او(CGTN)
محدودیتونه: ويډیويي صحنې وګورئ
خپور شوی: 2024-06-08 09:34
وروستی تعدیل: 2024-06-08 19:46
ویډيويي صحنې
د غزې تړانګه دیر البلاح، – د جون 5، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ په روغتون کې بېلابېل خلک، ګڼ شمیر ټپيان په فرش پراته دي
۲ـ ډیری ځایي خلک د پیښې ټپیان روغتون ته د لیږدولو پر مهال
جبالیه، د غزې تړانګه – د جون 3، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۳ـ ګڼ کنډوالې، له سیمې څخه ګڼ اوسیدونکي د وتلو پر مهال ، د کثافاتو د پاکوالي صحنې
د غزې تړانګه رفح، – د می 27، 2024 د چینايي وګړو لپاره نه ده
۴ـ د سوځېدلو خېمو بېلابېلې برخې، بې ځایه شوي خلک
۵ـ ګڼ خلک، ماشومان د خځلو په ساحه کې د تګ او راتګ پر مهال
د غزې تړانګه د غزې ښار الدراج- می 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۶ـ د الدراج په ښوونځي کې د سرپناه اخیستلو بېلابېلې برخې
د غزې تړانګه د رفح ښار – د می 6، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۷ـ اسراییلي ټانکونه د ونو تر شا راټولېدو پر مهال
- د سګرټ څکولو صحنه
بشپړ خبر
د حماس روغتیایي چارواکو د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د غزې تړانګه کې د اسراییلو د روانو بریدونو له امله د فلسطینیانو د مړینې شمېر ۳۶,731 ته رسېدلی دی.
په راپور کې ویل شوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلو ځواکونو له لوري ۷۷ تنه فلسطینیان وژل شوي او ۲۲۱ نور یې ټپیان کړي دي، چې له دې سره د تېر کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ د جګړې د پیل راهیسې د وژل شویو شمېر ۳۶۷۳۱ او د ټپیانو شمېر ۸۳۵۳۰ ته رسېدلی دی.
په راپور کې راغلي چې ځینې قربانیان د سختې بمبارۍ او د ژغورنې عملې نشتوالي له امله تر خاورو لاندې پاتې دي.
د حماس د رسنیو د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د غزې په ښار کې د الشطي کډوالو په کمپ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (UNRWA) لخوا پر یو ښوونځي د اسراییلو په هوايي برید کې درې تنه وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوي دي. په همدې ورځ غزه کې د اسرائیلو پوځ خبر ورکړي، چې د دوی هوايي بریدونو حماس وسله وال په نښه کړي چې هلته پټ شوي دي.
د رسنیو د دفتر د بیان له مخې، تر اوسه پورې، په غزه کې څه باندې ۱۵۰ ښوونځي چې د ملکي خلکو لپاره د پناه ځایونو په توګه ټاکل شوي وه، د اسراییلو ځواکونو لخوا پري بریدونه شوي دي.








