د ملګرو ملتونو امنیت شورا/نوي غړي
ای ډي: 8380336
نېټه: د جون 6، 2024
ځای: چین
موده: ۵۸ ثانيې
سرچینه: بېلابېل ځایونه
محدودیتونه: یوازې د خبري هدف لپاره ده
خپور شوی: 2024-06-07 20:29
وروستی سمون: 2024-07-06 20:33
ویډيويي صحنې
د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر نیویارک ښار – د جون 6، 2024 (یوازې د خبر هدف لپاره)
۲ـ ګڼ شمېر کارکوونکي غړي د رای پاڼو د راټولولو پر مهال
۲ـ د رای ورکولو بېلابېل بهیرونه روان دي
۳ـ نمایندګان د خبرو کولو پر مهال
۴ـ استازي وروسته د رای ورکولو پرمهال
بشپړ خبر
د پنجشنبې په ورځ د دوو کلونو لپاره ډنمارک، یونان، پاکستان، پانامه او سومالیه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غیر دایمي غړي وټاکل شول.
نوي ټاکل شوي غړي به د ۲۰۲۵ کال د جنوري په اوله خپل نوي مسؤلیتونه په غاړه واخلي او تر ۲۰۲۶ کال د دسمبر تر ۳۱ مې نېټې پورې به ماموریت وکړي.
دغه راز نوي ټاکل شوي غړي به د اکوادور، جاپان، مالتا، موزامبیک او سویس غیر دایمي غړو د وتلو ځای ونیسي.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د غیر دایمي څوکۍ ګټلو لپاره، یو کاندید باید د عمومي اسامبلې په غونډه کې د حاضرو غړو هېوادونو دوه پر درېیمه برخه ملاتړ ترلاسه کړي. دا پدې مانا ده چې دوی لږ تر لږه ۱۲۹ مثبتو رایو ته اړتیا لري په دې شرط که چېرې ټول ۱۹۳ غړي هېوادونه حاضر وي او رایې ورکړي. هغه غړي هېوادونه چې له ګډون کولو او رایو ورکولو ډډه کوي د رایې ورکولو نه ګڼل کېږي.
یاده دې وې چې ټول پنځه نوي ټاکل شوي غړي مخکې د امنیت شورا کې دنده ترسره کړې. پاکستان اووه ځلې، پانامه پنځه ځلې، ډنمارک څلور ځلې، یونان دوه ځلې او سومالیې یو ځل خدمت کړی دی.
د ویلو وړ ده چې امنیت شورا ۱۵ غړي لري چې پنځه یې دایمي دي: برېټانیا، چین، فرانسه، روسیه او امریکا. او د شورا ۱۰ غیر دایمي څوکۍ د جغرافیایي سیمې له مخې تخصیص شوې، چې پنځه یې هر کال بدلېږي.
پنځه نوي ټاکل شوي هېوادونه د افریقا، آسیا – آرام سمندر، لاتینې امریکا او کارابین، او لوېدیځې اروپا او نورو ډلو استازیتوب کوي. د ختیځې اروپا ډله سږکال سیالي نه کوي، ځکه چې د هغې یوه څوکۍ چې اوس مهال د سلوینیا لخوا تر ۲۰۲۵ کال پورې ساتل کېږي، چې هر بل کال ټاکنو ته راځي.
امنیت شورا د ملګرو ملتونو تر ټولو ځواکمن ارګان ګڼل کېږي چې د نړیوالې سولې او امنیت د ساتلو دنده لري، کولی شي په قانوني توګه قاطع او اجرایي پرېکړې وکړي او د بندیزونو لګولو او د ځواک کارولو واک لري.








