یونیسف په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په ټول افغانستان کې د ماشومانو لپاره له ۷۵۰ ټولنو، روغتیایي مرکزونو او نورو اړوندو ځایونو سره مرسته کوي او موخه یې د ماشومانو لپاره د کوچنيو دوستاته یا لوبو ځایونو جوړول دي. یونیسف وایي، چې په افغانستان کې اوسمهال ماشومان له ګڼو بېړنیو حالاتو او اقتصادي ننګونو سره مخامخ دي. د دوی په خبره، په افغانستان کې ماشومان د دې لپاره چې له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي ډېر یې ګواښوونکو او درنو کارونو او په کوچني عمر کې ودونو ته اړ اېستل کېږي چې دغه څه کولی شي د هغوی پر روغتیا او وده اغېز وکړي. یو نیسف دغه راز وایي، چې په دې برخه کې ورسره اروپایي ټولنه، جاپان، کوریا، اېټالیا او ناروې حکومتونه مرسته کوي.