د چین-ایف ایم خبرتیا/پیرو
ایډي: 8379861
نېټه: د جون 3، 2024
ځای: چین
موده: ۵۵ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چينايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-06-04 06:15
وروستی سمون: 2024-06-04 06:19
ویډیويي صحنې
بېجینګ، چین – د جون 3، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ مطبوعاتي خبرتیا روانه ده
۲ـ ګڼ شمېر خبریالان
۳ـ د چين د بهرنيو چارو وزارت ويانده ماو نينګ
۴ـ ګڼ شمېر خبریالان
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د دوشنبې په ورځ په بېجينګ کې په يوه خبري غونډه کې ویلي، چې چين غواړي له پيرو هېواد سره د دواړو لوریو ترمنځ د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ د لا پياوړتيا لپاره ګډ کار وکړي.
نوموړې ویاندې دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د پيرو کانګرس له خوا هر کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه د “پيرو او چين د دوستۍ د ورځې په توګه نمانځي.
ماونینګ په خپله وينا کې د چين او پيرو ترمنځ ټينګې دوستۍ ته اشاره وکړه چې د اخلاص، باور او ګډو پرمختيايي موخو پر بنسټ ولاړه ده. هغې د پیرو د کانګرس لخوا د تصویب شوي وروستي پرېکړه لیک یادونه وکړه چې نږدې په غوڅ اکثریت یې د فبرورۍ لومړۍ نېټه د پیرو او چین د دوستۍ د ورځې په توګه وټاکله. دا پرېکړه د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د پیرو ژوره ژمنتیا په ګوته کوي، او هم د دوی د خلکو ترمنځ ژوره اړیکه منعکس کوي. ماونینګ پر دې ټينګار وکړ چې د چين او پيرو په اړيکو کې روان پرمختګ د نږدې ملګرو له احساساتو څخه ملاتړ کوي، پراخ امکانات او هيلهمن فرصتونه وړاندې کوي. هغه د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ د پياوړتيا په موخه له پيرو سره د همکارۍ لپاره د چين ژمنتيا بیا تکرار کړه.








