د غزې تړانګه-مصر/اسراییل/رفح
ایډي: 8379764
نxټه: د جون 2، 2024
ځای: نور
موده: یوه دقیقه او پنځه څلوxښت ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-06-03 19:57
وروستی سمون: 2024-06-03 20:00
ویډیويي صحنې
د غزې تړانګه د رفح ښار – د مارچ 23، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د رفح ښار د پولې څخه د تېرېدو بېلابېلې صحنې
۲ـ د رفح په پوله کې د ګڼو بې ځایه شویو فلسطینیانو شمېر
۳ـ د رفح ښار د پولې څخه د تېرېدو بېلابېلې صحنې
د غزې تړانګه د رفح ښار – د مې 6، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۴ـ اسراییلي ټانکونه د ونو تر شا راټولېږي
۵ـ د سګرټ څکولو صحنه
۶ـ اسراییلي پوځیان
۷ـ یو تن کس د سګرټ څکولو پر مهال
۸- د مرستو باروړونکې لارۍ
۹ـ سړی په سړک کې د ترافیکي نښې اېښودلو پرمهال
۱۰ـ د اسراییلي پوځیانو ګڼې صحنې
د غزې تړانګه د رفح ښار – د مې 6، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱۱ـ ګڼ بې ځایه شوي خلک په موټرو، خرګاډو او پیاده تګ او راتګ پر مهال ویډیویي صحنې
۱۲ـ بې ځایه شوي خلک د تېښتې دمخه د خېمو په کمپ کې سامانونو بسته کولو پر مهال
۱۳ـ بې ځایه شوي خلک د تېښتې دمخه د خېمو په کمپ کې سامانونو بسته کولو پر مهال
بشپړ خبر
د مصر القاهره نیوز چینل د راپور له مخې، مصر د یکشنبې په ورځ د رفح له لارې د فلسطيني غاړې څخه د اسراییلي ځواکونو د وتلو پر اړتیا ټینګار وکړ څو یادې پولې ته بېرته خپلې بشري چارې پیل کړي.
القاهره نیوز د یوې لوړ پوړې امنیتي سرچینې په حواله ویلي، چې په قاهره کې د مصر، امریکا او اسراییلو د استازو په ګډون درې اړخیزه غونډه وشوه، چې د مصر او غزې تړانګې ترمنځ د رفح لارې د بیا پرانیستلو په اړه بحث وشو.
د سرچینو په حواله مصري پلاوي د یادې غونډې په ترڅ کې ویلي، چې اسراييل غزې ته د مرستندويه توکو او بشري مرستو د ورتلو د مخنيوي بشپړ مسووليت لري او د بېړنیو اقداماتو غوښتنه يې وکړه چې هره ورځ لږ تر لږه ٣٥٠ مرستندويه لارۍ دې تړانګې ته ولېږدوي.
د یادونې ده چې دغه کرښه، د غزې څخه بهر ته د ناروغانو او ټپيانو د درملنې او د بشري او مرستندويه توکو د رسولو لپاره يوه اصلي دروازه ده. دا مسیر د مې په اوومه نېټه وروسته له هغې تړل شوی چې اسرایيلو د غزې پر لوري کنټرول خپل کړی دی.








