د کابل ښارولۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ښاریانو ته یې د ښاري او چاپېریالي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه په ۹مه ناحیه کې د یو شمېر کوڅو کانکرېټ کولو چارې روانې دي. د مالوماتو له مخې د ۹ مې ناحیې اړوند په علي مردان سیمه کې د ۹۸۳مترو په اوږدوالي او ۴ مترو په سور سره د ۴ کوڅو د کانکرېټ چارې روانې دي. د ښاروالۍ د مسوولیو د مالوماتو له مخې دغه پروژه د ملګروملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د ښاریانو د ستونزو د حل او د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه پلې کېږي او د یوې میاشتې په موده کې به یې د جوړېدو چارې بشپړې شي.