سویزرلنډ / د غزې تړانګه – د ماشومانو لوږه
ایډي: 8379618
نېټه: د مې 29/31، 2024
ځای: سویس، نور
موده: یوه دقیقه او پنځه ثانیې
سرچینه: (CGTN)
محدودیتونه: ویډیويي صحنې وګورئ
خپور شوی: 2024-06-02 13:22
وروستی سمون: 2024-06-02 16:23
ویډیويي صحنې
سویس جنیوا – د مارچ 1، 2024 د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د ملګرو ملتونو په دفتر کې اړوند بیرغ
سویزرلنډ جینیوا – د مې 31، 2024 یوازې د خبري هدف لپاره
۲ـ مطبوعاتي کنفرانس روان ده
۳ـ غږ (انګلیسي) د نړیوال روغتیا سازمان ویانده مارګریټ هاریس
د غزې تړانګه – د مې 29، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۴ـ ګڼ ماشومان په سړکونو باندې د ناستې پر مهال
۵ـ ګڼ بې ځایه شوي فلسطینیان په روغتون کې د بېلابېلو ماشومانو ژړاوې
۶ـ په کوڅه کې ګڼ شمېر ماشومان
بشپړ خبر
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویاند د جمعې په ورځ په جینیوا کې راپور ورکړ. چې په غزه کې ماشومان د هغو خنډونو له امله له جدي لوږې سره مخ دي چې جګړه ځپلې سیمې ته د مهمو مرستو رسولو مخه پکې نیول شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) او د روغتیا نړیوال سازمان ویاندې مارګریت هاریس دا څرګندونې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې او یو ځل بیا یې له اسراییلو وغوښتل چې په غزه کې د ژوند ژغورنې د خوندي تګ راتګ په اړه د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي.
د اوچا (OCHA) د وروستي تازه معلوماتو له مخې، د جنورۍ له نیمایي راهیسې په غزه کې تر ۹۳۴۰۰ ډېر ماشومان له پنځو کلونو کم عمره د خوارځواکۍ، یو تعداد د جدي خوارځواکۍ او یو تعداد هم د نیمه جدي خوارځواکۍ ښکار شوي دي.
بل خوا د نړیوال روغتیايي سازمان ویانده مارګریټ هاریس وویل، چې د د خوړو د خوندیتوب سروې له مخې په دریو ورځو کې له څلورو څخه زیاتو ماشومانو په ټوله ورځ کې لږ تر لږه یو ځل خواړه نه دي خوړلي.
هغه وايي، چې ۹۵سلنه ماشومان چې عمرونه یې له شپږو څخه تر ۲۳ میاشتو پورې دي، په اصل کې له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان هره ورځ دوه ځله خواړه خوري، خو هغه څه چې د ډېرې اندېښنې وړ و، دا و چې ۸۵ سلنه ماشومان په ټوله کې خواړو ته لاسرسی نه لري او یا هم د خوړو د نشتوالي له امله له خوارځواکۍ سره مخ کېږي.
(OCHA) اوچا ټینګار وکړ چې د غزې د خلکو لپاره د مرستې اوسنۍ هڅې له بده مرغه ناکافي دي، یادې ادارې یو ځل په اسراییلو غږ وکړچې د بشري مرستو د اسانه لاسرسي په موخه لارې پرانیزي.








