د هرات ولایتي چارواکي وايي، په وروستیو ورځو کې له ایرانه د افغان کډوالو جبري ایستلو لړۍ ۵۰ سلنه لوړه شوې ده. د هرات د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د شمېرو له مخې هره ورځ نږدې درې زره افغانان له ایرانه د اسلام کلا پولې له لارې په جبري توګه هېواد ته راستنېږي. د ایراني پولیسو له لوري د پاسپورټ او ویزې لرونکو افغانانو شړل هغه ستونزه ده چې د سیمه ییزو مسوولینو په خبره وروستیو میاشتو کې زیاته شوې. له ایرانه ځینې تازه را ایستل شوي افغانان هم د دغه هېواد د پولیسو له ناسم چلن شکایت کوي. د دوی په خبره ایراني پولیسو او ښاروالۍ په بېلابېلو پلمو ترې پیسې اخیستې. هرات کې د ایران کونسلګرۍ په ځلونو د دغه هېواد پولیسو له لوري له افغان کډوالو سره د ناسم چلن ادعا رده کړې ده.