چین/اړیکې/ مرستیال
ایډي: 8379508
نېټه: د مې 31، 2024
ځای: متحده ایالات
موده: یوه دقیقه او دوه پنځوس ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-06-1 20:28
وروستی سمون: 2024-06-1 20:57
ویډيويي صحنې
امریکا واشنګټن ډي سي – د اکتوبر 28, 2023 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ په متحده ایالاتو کې د چین د سفارت د ودانۍ بېلابېلې برخې، د چین ملي بیرغ
امریکا واشنګټن ډي سي – د مې 31، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۲ـ غږ (چینایي) د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ما ژاو سو
چین بېجینګ – نیټه معلومه نه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۳ـ له هوا څخه د ښار د منظرو ویډیويي صحنې، ترافیک
امریکا واشنګټن ډي سي – د مې 31، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۴ـ غږ (چینایي) د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ما ژاو سو
متحده ایالات واشنګټن ډي سي – نیټه نامعلومه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۵ـ د متحده ایالاتو ملي بیرغونه، پیاده تګ او راتګ، ترافیک
متحده ایالات نیویارک ښار، – نېټه معلومه نه ده (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۶ـ د کوڅو بېلابېلې صحنې؛ د متحده ایالاتو ملي بیرغونه؛ ترافیک، پیاده تګ او راتګ
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير ما ژاو سو د جمعې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې وويل، چې چين له امريکا سره د اړيکو ثابت پرمختګ ته ژمن دی.
ما ژاو سو دغه څرګندونې له امريکايي چارواکو سره تر ليدنې وروسته په يوه خبري ناسته کې وکړې. نوموړي د پنجشنبې په ورځ د امریکا په بلنه امریکا ته خپل څلور ورځنی سفر پیل کړی.
هغه وویل، چې امريکا ته د خپل سفر په ترڅ کې يې له امريکا سره د چين او امريکا د اړيکو او د متقابلو اندېښنو د نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه پراخې او ژورې خبرې اترې وکړې. هغه پر دې ټينګار وکړ چې اوس مهال د چين او امريکا اړيکې په يوه حساس پړاو کې دي او د لا خرابېدو مخنیوی او د ثبات ساتل مهم دي. ما ژوا سو تېر کال په سان فرانسيسکو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا د شويو تړونونو د پلي کولو پر اهميت ټينګار وکړ چې موخه يې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو ټينګښت او پياوړتيا وه. هغه پر دې ټينګار وکړ چې دغه تګلاره چين او امريکا دواړو ته ګټه رسوي او د نړيوالې ټولنې له هيلو سره سمون هم خوري.
نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې چين به د ولسمشر شي جين پينګ د متقابل درناوي، سوله ييز ګډ ژوند او د چين او امريکا د اړيکو د مديريت په برخه کې د بريالۍ همکارۍ په اړه درې ګونو اصولو ته غاړه کېږدي. هغه هیله څرګنده کړه چې امریکا به په دې برخه کې له چین سره همغږې شي او د ولسمشر جوبایډن ژمنې به عملي کړي. نوموړي د چين او امريکا د اړيکو د ثابت پرمختګ د تامينولو او د خپل حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټو د ټينګښت لپاره د چين پر ژمنو ټينګار وکړ.








