د غزې په تړانګه کې د اوربند خبرې/حماس
ای ډي: 8379346
نېټه: د مې 30/27/6 2024
ځای: نور
موده: یوه دقیقه او ۳۳ ثانیې
سرچینه: (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-05-31 13:59
وروستی سمون: 2024-05-31 21:08
ویډیويي صحنې
د غزې تړانګه د غزې ښار د الدراج ګاونډ – وروستی (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ ګڼې ویجاړې شوې ودانۍ، خځلې او کثافات
د غزې تړانګه رفح – د مې 27، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۲ـ په خیمو کې ګڼ بې ځایه شوي فلسطینیان
۳ـ د اسراییلو د برید په پایله کې د سوځېدلو موټرو بېلابېلې ټوټې، کثافات؛ بې ځایه شوي فلسطینیان
د غزې تړانګه د غزې ښار د الدراج ګاونډ- وروستی (CGTN)د چینايي وګړو لپاره نه ده
۴ـ د الدراج ښوونځي بېلابېلې برخې، د فلسطیني کډوالو لپاره پناه ځای
۵ـ ګڼ کډوال
اسراییل – وروستی (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۶ـ نظامي موټر په سړک کې د حرکت کولو پر مهال
اسراییل کیبټز بیري – نېټه نامعلومه (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۷ـ په ټانک باندې د اسراییلو ملي بیرغ
۸ـ ټانک
د غزې تړانګه رفح، – د مې 6، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۹ـ اسراییلي ټانکونه د ونو تر شا د راټولیدو پر مهال
۱۰ـ د تور لوګي پورته کیدولو بېلابېلې صحنې
بشپړ خبر
د غزې واکمنې ډلې حماس د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دوی خپل د مرکچي پلاوي ته خبر ورکړی چې د یرغمل شویو بندیانو د تبادلې جامع تړون په شمول “بشپړ اوربند” ته د رسېدو لپاره چمتو دي، خو په هغه صورت کې که چېرې اسراییل په غزه کې خپله جګړه ودروي.
حماس ویلي چې د خبرو اترو په ټولو پخوانیو پړاوونو کې یې د منځګړیو د هڅو په ځواب کې انعطاف او مثبت تعامل ښودلی، خو اسراییلو په رفح کې د پوځي عملیاتو او نیولو په حواله له دغو خبرو اترو څخه د فلسطینیانو پر ضد د تیري او نسل وژنې د دوام د پوښښ په توګه کار اخیستی دی. دوی دغه راز په رفح ښار کې پوځي عملیات او د لارو بندول د یرغل د بېلګو په توګه یاد کړل. د سرچینې په خبره،
حماس او نورې فلسطیني ډلې به د خپلو خلکو په وړاندې د تیري، وژنې، محاصرې، لوږې او نسل وژنې په صورت کې خبرو اترو ته دوام ورنه کړي.








