د اوبو او انرژۍ وزارت د روانې میاشتې له ۱۰ مې نه تر ۱۲مې نېټې پورې د هیواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو د اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی. یاد وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغو ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د پنج آمو او کابل سينديزو حوزو کې شوی دی. په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د بدخشان، تالقان، بغلان، پنجشېر، غوربند، کونړ او لغمان سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځینې سېلبرونو کې شتون لري. په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر ترڅو د ځاني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.