په بغلان ولایت کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې وروستیو سېلابونو د ځاني زیان سربېره د څاګانو، چینو او اوبو رسولو نږدې ۳۰۰ سرچینې هم ویجاړې کړې دي. د مالوماتو له مخې د د دغو سرچینو ډېری یې په برکې او مرکزي بغلان ولسوالیو کې دي. د یاد ریاست مسوولینو دغه راز ویلي، چې د اوبو ویجاړو شویو ټولو سرچینو سروې شوې او د بیارغونې لپاره مرستندویه بنسټونو ته سپارل شوې دي. د راپور په حواله، له مالي بندوبست وروسته به د دغو سرچینو د بیارغونې چارې پېل شي. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښتونو له امله راوتلو سېلابونو ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.