د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر په کابل کې د چین له سفیر جاو شینګ سره کتلي او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخه کې یې له افغانستان سره د چین د همکاریو غوښتنه کړې ده. عطاءالله عمري ویلي، هڅه کوي، چې له خپلو کروندګرو سره د پرمختللو کرنیزو ټکنالوژیو د برابرولو، د کوکنارو د کښت لپاره د مناسب بدیل په موندلو او په کروندو کې د اوبو د تنظیم په برخه کې همکاري وکړو او په دې پرخه کې يې د چین همکاري او مرسته مهمه بللې ده. په دې کتنه کې د چین سفیر د کاني په برخو همکاریو ته په اشارې په بېلابېلو برخو همکاریو ډاډ ورکړی.